په عراق کې داعش بې پیلوټه الوتکې کاروي

دغه توندلارې ډله اوس د ډروڼ په مټ پر ملکي وگړو او هغو پوځيانو چاودېدونکي توکي غورځوي چې په موصل کې د دوى په لور پرمختگ کوي.

تر اوسه داسې ځينې شواهد تر لاسه شوي و چې اسلامي دولت نومې ډله دغه څرخ لرونکي او يا وزرو والا ډرونونه چې په ساده بڼه سوداگرييزو موخو لپاره جوړ شوي د څار لپاره کارول خو ځينو وروستيو پېښو څرگنده کړې چې دغې ډلې اوس په بريدونو کې هم د ډرون د کارولو وړتيا موندلې او په ځينو پېښو کې يې ٤٠ ملي متري لاسي بمونه له ډرونه غورځولي دي.

تېره اوونۍ پر يوه مارکېټ شوي بريد کې يوه ټپي کس وويل ده پخپله وليدل چې يو ډرون چاودېدونکي توکي وغورځول.

اکسپرېس ټريبيون وايي، په افغانستان کې وروستي ترهگريز بريدونه لامل شوي چې د افغان او پاکستاني چارواکو ترمنځ ناندرۍ يو ځل بيا پيل شي.

د ورځپاڼې په وينا، د روان ميلادي کال په لومړۍ شپه هغه مهال د دغو دواړو گاونډيو د اړيکو ښه کېدو هيلې را وټوکېدې چې د پاکستاني پوځ مشر جنرال قمر جاويد باجواه له افغان سياسي او پوځي مشرانو سره پر ټيليفون خبرې وکړې او په سيمه کې يې د سولې لپاره د هلو ځلو ژمنه وکړه.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *