د کډوالو بیړۍ ډوبه شوې او سل کسان ورک دي
د مدیترانه سمندرګي له لیبیا سمندرغاړې سره د کډوالو لېږدوونکې بېړۍ ډوبه شوې او له امله یې نږدې سل کسان ورک شوي دي.
ایټالوي سمندرساتي د ورکو کډوالو د موندلو هڅې کوي. دوی اته مړي په اوبو کې موندلي او څلور کسان یې ژغورلي دي.
خو لا هم په لسګونو نور کډوال ورک دي او د تیارې له خورېدلو سره یې د موندلو هڅې ټکنۍ شوې دي.
بېړۍ د شنبې په ورځ د لیبیا او ایټالیا ترمنځ له لیبیا سمندرغاړې پنځوس کیلومتره لرې ډوبه شوې ده.
د ۲۰۱۵ کال په وروستیو کې د کډوالۍ ستونزو په زیاتېدلو سره د وچې له لارې اروپا ته د کډوالو شمېر اوڅار کم شوی دی، خو د اوبو له لارې د دې لویې وچې خطرناک سفر ته لا هم ډېر کسان ملا تړي.
د جمعې په ورځ هم د ایټالیا سمندرساتو ځواکونو تر ۵۵۰ پورې کډوال وژغورل، چې د مدیترانې له لارې اروپا ته تلل.
د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو اداره وايي، د ۲۰۱۷ کال په لومړیو دوو اونیو کې تر زرو پورې کسان د سمندر له لارې اروپا ته رسېدلي دي.
له اوسنۍ پېښې مخکې دې ادارې ویلي و، چې په دغه وخت کې ۱۱ کسان مړه یا ورک شوي دي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره وايي، په ۲۰۱۶ کال پنځه زره کسان مړه شوي چې د مدیترانې له لارې یې اروپا ته رسېدل غوښتل.