د سوریې ددولت وسله والو مخالفینو د قزاقستان ناستې ملاتړ کړی

د سوریې ددولت وسله والو مخالفینو د قزاقستان ناستې ملاتړ کړی

د سوریې یاغیانو ویلي دي چې د روسیې او ترکیې په منځګړتوب د سولې د خبرو ملاتړ کوي خو هغوي پدې ټینګار وکړ چې د دې خبرو نتیجه باید د سولې د هغې پروسې بیا پیل کیدل وي چې په ژنیو کې پیل شوې وه.‌

ترکیې او روسیې د سولې پدې خبرو کې د سوریې د مخالفینو د مذاکراتو عالي کمیټې ته برخه نده ورکړې او د یاغیانو په استازیتوب به یو نظامي پلاوی برخه اخلي.‌

یاغیانو په یوې اعلامې کې ویلي دي چې د قزاقستان په پایتخت آستانې کې د سولې په خبرو کې د نظامي هیت د ګډون ملاتړ کوي. په اعلامیې کې یاغیانو پدې ټینګار کړی چې باید د دې خبرو په پایله کې په سوریه کې د اوربند ملاتړ وشي.‌

یاغیانو دغه اعلامیه د سعودي عربستان‌ په پایتخت ریاض کې د دوه ورځو غونډو او خبرو نه وروسته خپره کړیده.‌

د دغې اعلامیې د خپریدو نه وړاندې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو او د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګې لاوروف ویلي دي چې ښایي د آستانې په خبرو کې متحده ایالاتو ته هم د ګډون بلنه ورکړي.‌

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *