دهلمند کې په هوايي برید کې ۱۵ طالبان وژل شوي
دا هوايي برید د شنبې په ورځ تر غرمې وروسته د موسی کلا ولسوالۍ په «بازار» کې د طالبانو پر “یوه مهمه او لويه غونډه” شوی دی.
د اعلامیې له مخې، په دې برید کې د پاکستان د استخباراتي شبکې د دوو تنو په ګډون ۱۵ وسلوال مخالفین وژل شوي، چې د کندهار لپاره د طالبانو نظامي مسول ملا صادق اغا، د اروزګان لپاره د طالبانو د والي مرستیال حاجي خالد او یو شمیر نور مهم قومندانان هم پکې شته.
چارواکي وايي، په دغه هوايي برید کې ۱۵ وسلوال مخالفین ټپیان شوي، چې په ټپیانو کې د پاکستان د استخباراتي شبکې دوه تنه هم شامل دي.
“د بهرنیو ځواکونو په یاد هوايي برید کې د طالبانو ۸ بیلا بیل ډوله موټر، ۳ هاموی ټانګونه، یو رینجر موټر، ۱۸ میله پیکا، څلور راکټ انداز، ۳ هاوان، څلورSPG9 او ۲۵ میله کلاشینکوفونه له منځه وړل شوي دي”.
د هلمند مطبوعاتي دفتر په یوه بله اعلامیه کې وايي، د دغه ولایت په ګرمسیر ولسوالۍ کې “د خپل ماین چاودنې له امله ۷ تنو وسلوالو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې ده”.
د اعلامیي له مخي دا پېښه د یکشنبي په شپه د ګرمسیر ولسوالۍ په «خارکو» سیمه کې شوې ده: “د طالبانو د ماینونو جوړولو په یوه کارځی کې طالبان د ماینونو په جوړولو بوخت وو، چې د چاودنې له امله یې پنځه تنه ماین جوړونکي وژل شوي او دوه تنه ټپیان شوي دي”.
هڅه مو وکړه، چې د دې دواړو پېښو په تړاو د وسلوالو طالبانو نظر هم واخلو، خو له پرلپسې تماسونو سره سره بریالي نه شوو.