داعش په ننګرهار کې د دیني مدرسې ښونکي تښتولي دي

(RNS1-dec22) The students of Institute of Islamic Sciences study during a library class. For use with RNS-PAKISTAN-MADRASSA, transmitted on December 22, 2014, Religion News Service photo by Naveed Ahmad.

داعش په ننګرهار کې د دیني مدرسې ښونکي تښتولي دي

د ننګرهار ولایت د هسکې مېنې ولسوالۍ کېداعش وسله والو نن سهار د یوې دینې مدرسې استادان له ځانونو سره په نامعلوم لوري وړي دي.

د هسکې مېنې ولسوال سازولي وویل چې د شپولې په نوم د یوې دینې مدرسې دیارلس استادان داعش وسله والو په یو نامعلوم لوري وړي دي.

ولسوال وویل چې د داعش وسله والو نن سهار نهه نیمې بجې په دغه مدرسه برید وکړ او د مدرسې دیارلس اوستادان یې له ځان سره یوړل.

خو هغه دا نه وايي چې دغه استادان ولې وړل شوي او شمېر یې څومره و.

ولسوال زیاتوي چې محلي پولیسو پر داعش وسله والو ‌‌‌‌‌‌ډزې کړي خو هغوی د استادانو په وړلو بریالي شوي دي.

د هسکې مېنې ولسوالۍ یو اوسېدونکی احمد الله وویل چې شپږ داعش وسله وال په یو سوزکي موټر کې راغلي او تلاشۍ یې شروع کړې چې وروسته یې دولس استادان موټرو ته پورته کړل او د نرۍ اوبو ساحې ته یې یوړل.

هغه وايي چې استادانو له شاګردانو څخه ازموینه اخیسته، خو نور یې چاته څه نه دي ویلي او حاضر استادان یې له ځانونو سره وړي دي.

تر اوسه د ننګرهار معارف ریاست په دې تړاو ناخبري ښیي.

د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوږیاڼی وايي چې له پېښې خبر شوي چې د دیني مدرسې استادان داعش ‌‌‌‌‌‌‌ډلې وړي خو په دې اړه یې ‌‌‌‌‌‌ډېر څه ونه ویل.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *