په بحرین کې درې کسان د پولیسو د وژلو په جرم اعدام شول
د بحرین چارواکو درې تورن د درو پولیسو د وژلو په جرم اعدام کړي. پولیس د ۲۰۱۴ کال مارچ میاشت کې وژل شوي وو.
د بحرین رسمي خبري اژانسونو ویلي، درې واړه تورن د یکشنبې په ورځ په مرمیو وویشتل شول.
پر انټرنېټ د دغو کسانو د اعدام له خبر خپرېدا وروسته واټونو ته سلګونه کسان په لاریون کې راووتل.
دا د ۲۰۱۱ کال له پاڅون وروسته بحرین کې د اعدام لومړنۍ پېښه ده. مشرانو په یاد کال کې مظاهرې وکړې او د لانورو سیاسي حقونو ترلاسه کولو غوښتنې یې کولې.
د امنیتي ځواکونو او لاریونیانو ترمنځ په ګڼو ښارونو کې اخ او ډب شوی دی او چارواکو په هېواد کې د مخکښو شیعه مشرانو د نیولو لړۍ پیل کړې ده.
د تازه اعدام شویو کسانو نومونه عباس السمیع، سامي مشیمع او علي السنکیس ښوول شوي، چې درو پولیسو ته د ماین په اېښودو او د هغوی په وژلو تورن شوي وو.