د اسلامي ملګرتيا تنظيم له تل ابيبه قدس ته د امريکې د سفارت د منتقلولو په اړه د دغه هېواد د منتخب ولسمشر ډونلډ ټرمپ د فېصلې په باره کښې سخته اندېښنه څرګنده کړه.

د اسلامي ملګرتيا د تنظيم عمومي سېکتر ډاکټر يوسف بن احمد العثيمين پرون په يوه مرکه کښې وويل، دا مسئله د نړيوالو قوانينو خلاف او د نړيوال امنيت د شورا د فېصلو په خاصه توګه د ٤٧٨ بند چې په نيواکي قدس کښې مېشته ټولې کمېټۍ د خپلو ځواکونو رابللو ته دعوت کوي خلاف ورزي ده.

هغۀ وويل: قدس ښار  د ټولو نړيوالو فېصلو له مخې له ١٩٦٧ کال  څخه د فلسطين ټاټوبي برخه ده او د دې موضوع په اړه د امنيت د شورا د جاري شوې وروستۍ ۲۳۳۴ بيانيې چې د ٢٠١٦  کال د سمبر په  ۲۳ نېټه ابلاغ شوه  له مخې ټول هېوادونه دنده لري چې په خپلو معاملاتو کښې د قدس په شمول د فلسطين هېواد د زمکو او صهيونېسټ رژيم ترمېنځ د فرق قائل شي.

هغۀ همدارنګ له قدس سره د اړوندو قوانينو د خلاف ورزۍ په اړه له هر ډول اقدام سره په مقابلې باندې تاکيد وکړ او د  امريکې له حکومته يې وغوښتل چې د دغه غېرقانوني اقدام په حقله دې بيانظر کتنه وکړي او په ټولو زمينو کښې يې د هغه د خطرناکو عواقبو په اړه خبردارے ورکړ.