عراقي سرتيرو د موصل په سويل ختيځ کي مهمي سيمي نيولې دي

عراقي سرتيرو د موصل په سويل ختيځ کي مهمي سيمي نيولې دي

عراقي ځواکونو له دې سره ويلي، په دي وروستيو کي د پرمختگونو او داعش ته د درني مرگ ژوبلي له  اړولو سربيره، ددې ډلې يو شمير موټر بمونه هم شنډ کړي او يا موخي ته له رسيدو مخکي الوځول شوي دي

عراقي ځواکونو ویلي، د موصل د نیولو لپاره  د عملیاتو دوهم پړاو په ډيرې چټکۍ سره پر مخ روان دی او ددې پړاو لویې لاسته راوړنې د سویل لویدیځو یو شمیر سیمو نیول دي. د عراقي سرتیرو په وینا: دوی به ډير ژر د موصل په نیولو بریالي شي.

محمد هلال- “دا د داعش د جنګیالیو مړي  دي. مونږ ددوی ټولې وسلې تر لاسه کړې دي. دا عملیات د فدرالي پولیسو د اتلسمې قطعی او نور اتلانو له لوري تر سره شوي. تر راتلونکو څو ورځو به مونږ د موصل ختیځې سیمې له داعش څځه پاکې کړو مونږ تر اوسه څلور سیمې نیولې دي.”

د  عراق د موصل د آزادۍ عملیات دوه میاشتې وړاندې د عراقي سرتیرو، ملیشو، کرد مخکین مرګو او د ترهګري پر وړاندې د ایتلاف له لوري تر سره شول. ددی  عملیاتو موخه له داعش څخه د موصل نیول ده. د موصل عملیاتو له امله په سلګونه زره کسان د خپلو کورنو پریښودو ته اړ شوي او ډیریو کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

Author

خروج از نسخه موبایل