د امریکا ولسمشر د ایران په هکله ملي اضطراري حالت تر یوه کاله غځولی دی
د امریکا ولسمشر د ایران په هکله ملي اضطراري حالت تر یوه کاله غځولی دی
د امریکا ولسمشر بارک اوباما چې د خپلې دندې وروستۍ شپې ورځې یې د تیریدو په حال کې دي، د یوې اعلامې په خپرولو سره یې ایران د امریکا لپاره یو ګواښ ښودلی او پر ایران یې د بندیزونو د دوام غوښتنه کړې ده.
له دې سره په ملګرو ملتونو کې د امریکا ستازي، د امریکا راتلونکی حکومت له ایران سره د اټومي پلان پلې کولو ته هڅولی دی. ډونالډ ټرامپ چې ټاکل شوې له یوې اونۍ په لږه موده کې سپینې ماڼۍ ته لاړ شي، له ایران سره یې د اټومي پلان پر سر هوکړه د دوه زره شپاړسم کال بده پیښه او یو ناورین ښودلی وو او ژمنه یې کړې وه چې دا هوکړه به لغوه کوي.