تندلارو هندوانو د مسلمانانو کلي ته اور ورته کړ

په مقبوضه کشمير کښې يو شمېر تشدد پسندو او متعصبو هندوانو يو ځل بيا په مقبوضه کشمير کښې د مسلمانانو هريا چک کلے وسوزۀ

باخبرو سرچينو وويل متعصبو هندوانو دا کار له دې وروسته وکړ چې په دغه کلي کښې د غوا يو پرې شوے سر وموندې شو. په دغه پېښه کښې د کلي زيات شمېر خلق مړۀ او يا ژوبل شوي دي او هغه اېمبولېنسونه چې غوښتل يې هغوي اسپتال ته ورسوي د دغې متعصبې هندو ‌ډلې د حملو هدف وګرځېدل او دا چاره دغې سيمې ته د مرستو په رسېدو کښې د ځنډ سبب شوه.

په دغه کلي کښې د ګڼ شمېر تندلارو او متعصبو هندوانو مېشتوالے  د دغې شخړې اصلي دليل دے.

په کشمير کښې د مسلمانانو شکنجه کول، زورول او سوزول د  دغې سيمې د خلقو لپاره څه نوې او عجيبه خبره نه ده ځکه چې له لسګونو کلونو راهسې د تندلارو هندوانو له ځپلو سره مخامخ دي او په دې لار کښې ډېر کسان قرباني شوي دي.

Author

خروج از نسخه موبایل