وسله والو طالبانو د هغه آستراليايي او امريکايي اوسيدونکو ويديو خپره کړې کوم چي تير کال نيول شوي

وسله والو طالبانو د هغه آستراليايي او امريکايي اوسيدونکو ويديو  خپره کړې کوم چي تير کال نيول شوي وو. دې ده کسانو د کابل په امريکايي پوهنتون کي زدکړې ورکولې

دا دوه کسان تیر کال په کابل کې د امریکایانو له پوهنتون سره د برمته کوکو له لوري چې امنیتي سرتیرو جامې یې پر تن وې وتښتول شول. د امریکا دفاع وزارت ویلي دوی په لنده موده کې هڅه وکړه چې دوی وژغوري خو ددوی ماموریت ناکام شو. په دې ویډیوکې چې ویل کیږي د جنورۍ په لومړیو کې ثبت شوې، برمته شویو کسانو د امریکا له نوي ولسمشر ډونالډ ټرامپ څخه غوښتي ترڅو دوی د طالب بندیانو تبادله کړي او دوی وژغوري. ” زه د امریکا له دولت څخه غواړم ترڅو په ګوانتانامو کې د طالب بندیانو سره زمونږ د تبادلې لپاره یو پلاوی وټاکي او پر دې فشار راوړي ترڅو مونږ تبادله شو په دې سره به مونږ له خپلو کورنیو سره د یوځای کیدو چانس تر لاسه کړو.”

کوين کينگ – ” مونږ د امریکا له دولت او د امریکایي پوهنتون له مسولینو غواړو او هیله کوو چې له طالبانو سره خبرې وکړي او زمونږ د تبادلې په برخه کې ګامونه پورته کړي ترڅو وکولای شو یو ځل بیا خپلو کورنو ته ور وګرځو، له خپلې خور ورو او کورنیو له نورو غړیو سره ژوند وکړو.”

د  امریکا بهرنیو چارو وزارت ددې ویډیو د خپریدو په هکله څه ندي ویلي او یواځې برمته یې غندلې ده.

د آسترالیا بهرنیو چارو وزارت ویلي دوی له نورو هیوادونو سره په ګده د برمته شویو کسانو د خوشي کولو په هڅو بوخت دي او په دې هکله یې د اګست په میاشت کې هم هڅې  کړي دي. دې وزارت د خپل وګړي د امنیت خوندي کولو لپاره ډير مالومات ندي ورکړي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *