د سوريې دولت له وسله والو مخالفينو سره د اوبو رسولو په هکله له هوکړې خبر ورکړی

د سوريې دولت له وسله والو مخالفينو سره د اوبو رسولو په هکله له هوکړې خبر ورکړی دی

له دې سره په حمص ولايت کي د هوايي بريدونو او په الباب ښار کي له داعش سره د ترکيي تر ملاتړ لاندې د وسله والو د بريدونو انځورونه خپاره شوي دي په داسي حال کي  چي په دي هيواد کي اوربند هم رامنځ ته شوی دی

د دمشق ریف ولسوالی ددی هیواد په دولتي ټلویزیون کې اعلان کړی چې دوی له وسله والو مخالفینو سره د اوبو رسولو په برخه کې هوکړې ته سره رسیدلي دي. دا هغه برخه ده چې د دمشق اوبه چمتو کوي.

د دولت وسله والو مخالفینو په دې وروستیو کې دمشق ته د تلونکو اوبو سیستم له منځه وړی دی چې د دمشق اویا سلنه اوسیدونکي د اوبو له ستونزې سره مخ شول. ځینې سیمه ایزو مسولینو هم ددې هوکړې پخلی کړی دی.

احمد محمد حيدر- “نن ما او د دمشق د څنډې ولسوال د وسله والو مخالفینو له مشر سره خبرې وکړې او یوې هوکړې ته سره ورسیدو دا هوکړه دمشق لپاره د اوبو چمتو کول رانغاړي ټاکل شوې چې له وسله والو مخالفینو سره په ټولو برخوکې د دمشق شاوخوا سیمو په هکله یوه هوکړه رامنځ ته شي.”

له دې سره د تیرې پنجشنبه په ورځ د سوریې بهرنیو چارو وزارت ملګرو ملتونو لوی منشي ته د یوه لیک په استولو سره د مخالفینو داګام جنګي جنایت ښودلی دی. د بهرنیو چارو وزارت ویلي که چیرې وسله وال مخالفین په دې برخه کې نرمښت ونه ښیي نو په عملیاتو به لاس پورې کړي.

له بل لوري په ټولنیزو شبکو کې د حمص په ښار  کې چې د دولت وسله والو مخالفینو په لاس کې دی د هوایي بریدونو له امله د ویجاړیو انځورونه خپاره شوي دي. په الباب ولایت کې هم د جګړو انځورونه خپاره شوي او داعش د ترکیې تر ملاتړ لاندې د وسله والو پر ضد له کلک مقاومته خبر ورکړی دی.

دې نښتو هغه اوربند چې د ترکیې او روسیې په منځګړیتوب رامنځ ته شوی له ګواش سره مخ کړی دی. دا اوربند په قزاقستان کې د پخلاینې خبرو لپاره رامنځ ته شوی دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *