د بحرېن د بيا نظر کولو عدالت د درې مخالفو د پانسۍ حکم تائيد کړ
د بحرېن رژيم دغه درې تنه په يوې بم چاودنه کښې چې د ۲۰۱۴ کال په مارچ کښې له منامې سره نزدې په يو کلي کښې رامنځته شوه تورن کړي دي.
په دغه چاودنه کښې د يو اماراتي افسر په شمول څو پوليس وژل شوي وو.
دغه عدالت همدارنګ اوۀ نورو تورنو کسانو ته د عمر قېدسزا واوروله.
له بلې خوا العالم چېنل رپوټ ورکړ چې د بحرېن ديني عالمانو او پوهانو د پانسيو په باره کښې د جاري شويو ټولو احکامو د ختمولو، په هېواد کښې د اصلاحاتو د جاري کولو او خپلو حقوقو ته د رسېدو لپاره د هېواد د قانوني او اجرائي حالاتو د بدلولو غوښتنه وکړه.
بحرېن د ۲۰۱۱ کال د فرورۍ له ۱۴ نېټې راهسې د آل خليفه رژيم په خلاف د ولسي پاڅون ډګر دے.
د بحرېن د رژيم مخالفين د سوله ايزو احتجاجي مظاهرو په جوړولو او اعتراضونو په کولو سره د ازادۍ او انصاف د ټينګولو او د امتيازي سلوک د ختمولو او په دغه هېواد کښې د منتخب حکومت د راوستلو غوښتونکي دي.
دا په داسې حال کښې دي چې د بحرېن رژيم د سعودي او عرب اماراتو په شان د ځينو عربو هېوادونو په ملګرتيا سره د خلقو د غورځنګ په ځپلو لاس پورې کړے دے او د چټي کېسونو په جوړولو او د تورونو په لګولو سره مدني او سياسي فعالان په اوږد مهالو قېدونو محکوموي او يا يې شهريت ختموي.