ايران د تل ابيب دويم ګواښونکے هېواد دے
تهران همدا رنګ خپل کلاسيکل توانمنۍ زياتوي، په سوريې کښې له جنګه وروسته ايران او د هغه انډيوالانو ځانونه له مخکې نه زيات اسرائيلو ته نزدې کړي.
د لبنان حزب الله هم هغه شان د اسرائيلو لپاره ترټولو سخت دوديز ګواښ ګڼل کيږي.
هغوي د اسرائيلو په مختلفو سيمو باندې د حملو لپاره يرغلګرې ډرون الوتکې، د کيشتيو په خلاف پرمختلل توغندي، هوائي دفاعي سيسټمونه، او تربيت شوي زمکني يونټونه تيار کړي دي.