د کندهار په ميلمستون کي د سه شنبي د پيښې په تړاو پنځه کسان نيول شوي دي

د کندهار په ميلمستون کي د سه شنبي د پيښې په تړاو پنځه کسان نيول شوي دي

د کندهار امنيي قومندان جنرال عبدالرازق له دې سره، په دي پيښه کي د پاکستان استخباراتي اداره او د حقاني شبکه په لاس لرلو تورنه کړې ده. د سه شنبه په ماښام د والي په ميلمستون کي چاودونه رامنځ ته شوه چي له امله يي د سيمه ايز  چارواکيو، د ولسي  جرگي دوه غړيو،  د اماراتو او افغانستان ډيپلوماتانو  په گډون يولس کسان وژل شوي، د کندهار د والي او اماراتو د سفير په گډون اتلس کسان ټپيان دي

د کندهار امنیې قومندان جنرال عبدالرزاق ویلي، ددې پیښې قربانیانو کې مرستیال والي عبدالعلی شمسی، د کندهار د بهرنیو اړیکو ریسشاه احمد سعید، افغان دیپلومات ډاکټریما، د ولسي جرګې غړي باز محمد جوزجاني، د فاریاب سناتور سراج الدین صفري او د اماراتو پنځه دیپلوماتان شتون لري.

په دې پیښه کې د والي مرستیال، د اماراتو سفیر، ځیني سیمه  ایز او ملي سوداګر تر سترګو کیږي

ولسمشرۍ ماڼۍ هم د ددې پیښې د څیړلو په موخه د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر په مشرۍ یوه څیړونکی پلاوی دې ولایت ته استولی دی.

د کندهار د ا منیې قومندان زیاته کړې، په دې تور پنځه کسان نیول شوي دي او کیدای شي په دې تور نور کسان هم ونیول شي.

جنرال رازق زیاته کړې، دوی د کندهار پر و لایت د برید په هکله مالومات درلودل او ویل شوي وو چې برید د ودانۍ له وروستۍ برخې تر سره کیږي. دده په وینا برید د پاکستان اسختباراتي اداري او د حقاني شبکې له لوري ترسره شوی دی.

د را رسیدلو ریپوټونو له مخې په دې برید کې د عربي متحده اماراتو سفیر جمعه محمد عبدالله الکعبي په کندهار ولایت کې د یوې خیریه موسسې د پرانستلو په مراسمو کې د ګډون په موخه راغلی وو چې په دې برید کې ټپي شو.

وسله والو طالبانو په دې برید کې لاس لرل رد کړي او د کندهاردوالي ویاند ویلي تراوسه د چاودنې څرنګوالی ندی روښانه. ده ویلي ډيری کسان په دې پیښه کې سوځیدلي او مړي یې د پیژندلو وړ ندي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *