د عراق په موصل کي د ملکي کسانو وضعيت د انديښنې وړ دی

د عراق په موصل کي د ملکي کسانو وضعيت د انديښنې وړ دی

د ملگرو ملتونو د بشر حقونو وياند ويلي په دي ښار کي د جگړې د دوام له امله ډيری ملکي کسان له ډول ډول گواښونو سره مخ دي

د ملګرو ملتونو بشر دوستانه چارو د همغږی د دفتر ویاند، د عراق په موصل کې د ملکي کسانو تلفاتو ته په نغوتې سره ویلي، یواځې په تیره اونۍ کې اته سوه اولس ملکي کسانو روغتونونو ته  را وستل شوي دي. ده ددې  حالت دوام د اندیښنې وړ ښودلی  دی.

ينس لائرکه- ” د ملکي کسانو تلفات ډیر لوړ دي  په ځانګړې توګه د جګړې له لومړیو لیکو کې، پّ تیره اونیۍ کې شپژ سوه دری اتیا ټپیان په ډير بد حالت کې روغتونونو ته راوستل شول په داسې حال کې چې مخکې له دې اته سوه اولس تپیان ور وستل شوي وو.”

اوس مهال هره ورځ سل کسان له موصله وځي او تر اوسه له دې ښاره یو نیم میلیون وګړي وتلي دي.

د عراق موصل په عملیاتو کې د عراقي سرتیرو سربیره کرد مخکین مرګي، د امریکا په مشری د ترهګرۍ پر وړاندې نړیوال ایتلاف او ملیشې ګډون لري.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *