په امريکه کښې يو ممنوع الفعاليت يهودي غورځنګ چې په هېواد کښې دننه دهشتګرده ډله بللې شوه يو ځل بيا خپل فعاليت له سره شروع کړ.

د فلسطين د اطلاع رسونې د مرکز د رپوټ له مخې د صهيونېسټ رژيم هاآرتص عبري ژبې ورځپاڼې نن دغې خبرې ته په اشارې سره زياته کړه: کاخ نومې صهيونېسټي غورځنګ چې اسرائيلي خاخام مائېر کهانا جوړ کړے دے خپل وړومبنۍ تشکيلاتي غونډه د تېرې هفتې په آخر کښې په نيويارک کښې جوړه کړه. دغه غورځنګ عربو هېوادونو ته د فلسطينيانو د جلاوطن کولو غوښتونکے دے.

په دغه ورځپاڼه کښې راغلي دي چې په دغه غونډه کښې چې د نيويارک په بروکلين محله کښې ((ځوان اسرائيل)) نومې معبد کښې چوړه شوې وه وېناوالو څرګنده کړه چې د کهانا او ټرمپ ترمېنځ زيات شباهت او يو شان والے موجود دے.

د ها آرتص د ليکنې له مخې د کاخ ډلې کارکوونکي اميد لري چې د ټرمپ د ولسمشرۍ په دوره کښې  به  د اېف بي آئي د دهشتګردو ډلو له لېسټ نه د دغه ډلې نوم اوېستل شي.

دغې ورځپاڼې همدارنګ وليکل چې د آمريکائي خاخامانو د انجمن مشر مردخای اسحاق فريډمن په دغه غونډه کښې په خپله وېنا کښې له کاخ غورځنګ او د فلسطينيانو د جلاوطنۍ په حقله د دغه غورځنګ له غوښتنې څخه دفاع وکړه.

د يادونې ده چې آمريکائي چارواکو شل کاله مخکې د دغه غورځنګ د نسل پرستانه پروګرام او د غېر يهوديانو په خلاف د تشدد په زمينه کښې يې د غوښتنو په خاطر د دغه غورځنګ په فعاليتونو بنديز لګولے ؤ.