حلب او په سيمه کښې د ترکيې او قطر رول

په حلب کښې د مقاومت د محور سترې کاميابۍ او له دغې سيمې څخه د دهشتګردو بهر غورزولو امريکه په سيمه کښې د يوې نوې نقشې د برابرولو په فکر کښې واچوله.

په دې لړ کښې يې ځينې کردارونه بدل کړل او غواړي چې په سوريې کښې د ګډوډۍ او ناامنۍ د فضاء په راپېدا کولو سره  د وروستۍ مېداني ماتې په تلافي کولو کښې د سياسي کاميابۍلپاره مناسب ماحول رامنځته کړي. په دغه نوې نقشه کښې قطر او ترکيه مهم کردار لري.

د دغه پلان له مخې ترکيه د امريکې په حکم له روسيې سره په اتحاد سره د مقاومت د محور او روسيې ترمېنځ درز رامنځته کوي. چې ايران او د سوريې حکومت ته له اطلاع ورکولو نه بغېر له ختيځي حلب څخه د څلوېښتو زرو دهشتګردو او د هغوي د کورنيو د وېستلو په باره کښې د روسيې او ترکانو ترمېنځ په موافقه کښې د دې مسئلې کتونکي وو.

همدارنګ د مقاومت له محور څخه د روسيې په لرې  کولو، د سوريې د مستقبل په خاصه توګه خپله د بشار اسد د مستقبل  په باره کښې د اختلاف په رانځته کولو او د امريکائي رسنيو د تبليغاتو په ذريعې سره د چټي اختلافاتو په غټ ښودلوسره د سوريې د فوځ د ګوزارونو په وړاندې د دهشتګردو ډلو او هغه هم  د ډومېنو د مهرو په شان  پرله پسې له نسکورېدو وروسته هغوي ته د نجات ورکولو لپاره کيږي.

د پرله پسې ډزبنديو اعلانول هم د دغو دهشتګردو او جنايتکارو ډلګيو د باقي پاتې عناصرو د بشپړه نابودۍ د مخنيوي لپاره يوه طريقه ده.

له بلې خو قطر چې د سوريې د بحران له شروع راهسې په دغه هېواد کښې د دغو ډلګيو په تېره بيا د جبهه فتح الشام نومې دهشتګردې ډلګۍ د مالي ملاتړ دنده په غاړه لرله اوس هم دغه مالي ملاتړ ته د دوام په ورکولو او د لازمي سازوسامانونو په لېږلو سره د جنګ په مېدان کښې د کاميابۍ لپاره د دغو ډلګيو د قوت د بيارغونې ضامن شي چې له دغو کاميابيو وروسته ترکيه يو ځل بيا له دهشتګردو سره سياسي خبرو اترو او هغوي ته د پراخو امتيازاتو ورکولو ته د روسيې د قانع کولو رول دے.

په دې مېنځومان کښې ترکيې کړې شوي دي ځان د مشکل د سياسي هواري د بنيادي کنجۍ په توګه معرفي کړي ان تردې چې د دهشتګردو له رسنيو څخه هم دا اوازې اورېدل کيږي او همدارنګ د رسنيو د واګو په لاس کښې اخېستلو سره مخالفين يې داسې ځاے ته ورديکه کړل چې په روسيې باندې په حلب کښې د بشري ضدو جنايتونو د ارتکاب تور ولګوي او اوس بايد منتظر اوسوو چې وګورو آيا د دغې ناولې نقشې په باره کښې روسيې ته د خبرداري ورکولو لپاره د ايران او سوريې د  حکومت کوششونه نتيجې ته رسيږي يا نه؟

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *