ميانمار کې د اسلامي مراسمو مخنیوی شوی
ميانمار کې د اسلامي مراسمو مخنیوی شوی
په ميانمار يا برما کې د بودايي مذهبه سخت دريځو له خوا د مسلمانانو د مذهبي مراسمو مخنيوى شوى دى.
دغه پېښه د ميانمار مرکز يانګون کې رامنځته شوې ده.
په ميانمار کې د مسلمانانو ټولنې ويلي، چې د بودايانو له خوا دا کار د دوى په وړاندې ښکاره ظلم او زياتى دى.
د ميانمار مسلمانان له تېرو اوو کلونو راهيسې په مرکز يانګون کې خپل مذهبي مراسم ترسره کوي، خو دا لومړى ځل دى، چې په وړاندې يې مقاومت شوى دى.
بايد ياده شي، چې په ميانمار کې له مسلمانانو سره له تېرو څو کلونو راهيسې تاوتريخوالى روان دى، چې په نتيجه کې يې زرګونو روهنګيايي مسلمانانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.