كشمير كې نامالومو وسله والو په برید کې د هند ۳ سرتېري وژل شوي

كشمير كې نامالومو وسله والو په برید کې د هند ۳ سرتېري وژل شوي

د کشمير په مرکز سرينګر کې نن سهار وختي د نامعلومو وسله والو له خوا پر هندي پوځيانو ډله ييز بريد شوى، چې په نتيجه کې يې درې هندي سرتېري وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.

هندي چارواکو د دغه بريد پړه پر پاکستاني وسله والو ډلو اچولې ده، خو پاکستان دا تور رد کړى دى.

بايد ياده شي، چې څو مياشتې وړاندې په پټان کوټ سيمه کې هم، چې د پاکستان پولې سره نږدې پرته ده، د ترهګرو په ډله ييز بريد كې يو شمېر هندي ځواکونو ته مرګ ژوبله واوښته.

په دې وروستيو کې د کشمير مسئلې پر سر د هند او پاکستان اړيکې تر بل هر وخت زياتې ترينګلې شوې دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *