د کندهار په شاه ولیکوټ کې ۱۵ ښوونځي تړلي پاتې دي

د کندهار په شاه ولیکوټ کې ۱۵ ښوونځي تړلي پاتې دي

د کندهار د شاه وليکوټ ولسوالۍ د ولسي شورا غړي وايي، چې دوی ته په تشکیل کې ۱۷ بابه ښوونځي ورکول شوي؛ خو اوس مهال د ناامنیو او نشه توکیو د قاچاق له امله یوازې دوه بابه هغه پرانیستي او نور تړلي پاتي دي.

د شاه ولیکوټ ولسوالۍ قومي مشران وايي، د ولسوالۍ په کچه ۷۲۰ کوچني او غټ کلي لري، چې ۲ بابه پرانیستي ښوونځي د دوی د اولادونو د زده کړې له پاره بېخي بسنه نه کوي.

په دې ولسوالۍ کې هېڅ جلۍ ښوونځي ته نه ځي.

د شاه ولیکوټ د ولسي شورا غړي حاجي ظاهرجان وویل، چې ناامنیو د دوی د ولسوالۍ اکثره خلک بې ځایه کړي او که پاملرنه ورته ونه شي؛ دوه بابه پرانیستي ښوونځي به هم وتړل شي.

د کندهار ولایت د پوهني ریاست مطبوعاتي مسوول نظرمحمد صمیمي هم مني، چې په دې ولسوالۍ کې دوه ښوونځي پرانیستي دي.

دی وايي، چې دا مهال په یاده غرنۍ ولسوالۍ کې د وزیرشاه ولي خان په نامه یوه لېسه او د ویان په نامه یو ښوونځی فعال دی.

د کندهار د پوهنې ریاست مسوولان: په شاه ولي کوټ کې د نجونو یو ښوونځی هم نه شته

صمیمي زیاتوي، چې په دواړو ښوونیزو مرکزونو کې ۶۰۰ هلکان په زده کړو بوخت دي او د نجونو له پاره هېڅ ښوونځی نه شته.

د پوهني ریاست هم د تړل شویو ښوونځیو ستر علت ناامني ګڼي، وايي، که په شاه ولیکوټ کې امنیتي حالات ښه شي؛ دوی د ښوونځیو د تشکیل په ګډون ټول تجهیزات رسولی شي.

د شاه ولیکوټ ولسوالۍ د ولسي شورا یو بل غړي حاجي ګلبدین بیا په ټینګار سره وايي، چې دوی له دولت سره همکاري کوي؛ خو د دولت پاملرنې ته هم کلکه اړتیا لري.

د نوموړي په خبره، د دوی له ولسوالۍ نه د کندهار ـ روزګان د لويې لارې تېرېدو او له هلمنده د قاچاق وړونکیو تګ ـ راتګ ناامني جوړه کړې ده، چې تر ټولو ستر زیان یې دوی ته رسېږي.

دی غوښتنه کوي، که چېرې یې دغه ستونزه حل شي؛ نو د ښوونځیو د بېرته پرانیستل کېدو تر څنګ به بیارغوونه هم وده وکړي.

شاه ولیکوټ ولسوالي د کندهار ښار شمال خوا ته پنځوس کیلومټره لېرې د روزګان ـ کندهار پر لویه لاره پرته غرنۍ ولسوالي ده.

دا ولسوالي د احصايې د شمېرو له مخې (۴۴۲۸۲) تنه اټکلي نفوس لري، چې نږدې نیمايي يې ښځې دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *