دایران پخواني ولسمشر ته د درنښت مراسم تر سره شول
دایران پخواني ولسمشر ته د درنښت مراسم تر سره شول
د ایران مشر ایت الله خامنه ای د پخواني ولسمشر اکبر هاشمي رفسنجاني کورنۍ ته د هغه د مړینې له امله تسلیت ویلي او ښاغلی رفسنجاني یې د “مبارزې ملګری” بللی دی.
خامنه ای هغه د مبارزې ملګري په توګه ستایلي او د دوی ترمنځ د نظر اختلافاتو سره سره یې د هغه مړینه “سخته” ضایعه بللې ده.
د ایران ولسمشر حسن روحاني ښاغلی رفسنجاني د اسلامي انقلاب یو لوی شخصیت بللی او د هغه مړینه یې کورنۍ ته تسلیت ویلی.
د ایران حکومت درې ورځې ملي ماتم اعلان کړی او سه شنبه یې د هغه د تدفین مراسمو لپاره عمومي رخصتي اعلان کړې ده.
ښاغلی رفسنجاني چې د ۱۹۸۹ نه تر ۱۹۹۷ پورې د ایران ولسمشر په توګه دنده ترسره کړې، د ۱۹۷۹ کال اسلامي انقلاب کې له مرکزي لوبغاړو و. خو نوموړی وروسته په خپل ژوند کې د توندلارو محافظه کارانو له مخالفینو و.
خامنه ای وویل؛ “په دغې اوږده موده کې د نظر اختلاف هېڅکله ددې لامل نشو چې زموږ ترمنځ ملګرتیا لمنځه یوسي.”
د ایران ولسمشر حسن روحاني د جماران په حسینیه کې د رفسنجاني د کورنیو غړو ته تسلیت ووایه
د یکشنبې په ورځ پر ښاغلی رفسنجانی د زړه حمله راغله او وروسته یې په روغتون کې ساه ورکړه.