کابل هلمند ته د امریکايي سرتیرو د استولو غوښتنه نده کړې

کابل هلمند ته د امریکايي سرتیرو د استولو غوښتنه نده کړې

د افغانستان د دفاع وزارت وايي هلمند ته یې د امریکايي سرتېرو د استولو غوښتنه نه ده کړې، خو د دا ډول سرتېرو ماموریت او انتقال یو معمول کار دی.

وزارت وايي ۳۰۰ امریکايي بحري سرتیري د اوسنیو ۳۰۰ ځمکنیو سرتېرو پر ځای هلمند ته استول کیږي.

د وزارت د ویاند مرستیال جنرال محمد رادمنش وویل چې دوی هلمند ته د دغو ځواکونو د استولو غوښتنه نه ده کړې خو وویل چې هغوی به هلته افغان ځواکونو ته مشوره او روزنه ورکوي.

په افغانستان کې د قاطع ماموریت د ځواکونو ویاند بل سلفین د یکشنبې په ورځ وویل چې دغه نوي ځواکونه به د حمل په میاشت کې په هلمند کې مېشت کړل شي چې تر نهو میاشتو پورې به پاتې وي.

هغه وویل چې د نویو ځواکونو دنده په هلمند کې د ۲۱۵ قول اردو ځواکونو او د ۵۰۵ زون پولیس افسرانو ته سلا مشوره او روزونه ورکول وي. خو طالبان وايي چې د دغو ځواکونو د استولو هدف د افغان ځواکونو د روحیې لوړول دي.

په هلمند کې د برتانوي ځواکونه لوی مرکز و چې شاوخوا ۱۰۰۰۰ عسکر یې په کې دیره وو، څو کاله مخکې ووتل.

له هلمند نه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته ویل کیږي چې په دغه ولایت کې امنیت لا خرابه شو او څو ولسوالۍ يې طالبانو ونیولې چې بیا بېرته افغان ځواکونه ونیولې.

همدا اوس په افغانستان کې شاوخوا ۸۵۰۰ امریکايي ځواکونه دیره دي چې د قاطع ملاتړ د ماموریت په چوکاټ کې افغان ځواکونه روزي او مشورې ورکوي.

خو له دې هر څه سره سره بیا هم په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو اینده نامعلومه ده، د همدغې میاشتې په ۲۰ نوی ولمسشر دونالد ټرمپ کارپیلوي چې لا یې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د برخلیک په اړه څه نه دي ویلي.

 

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *