په مالزيا کي د داعش فعاليت ددې هيواد چارواکي او مسولين انديښمند کړي

په مالزيا کي د داعش فعاليت ددې هيواد چارواکي او مسولين انديښمند کړي دي د سويل ختيځې آُسيا هيوادونه د داعش د راتلونکي مرکزونو په ډول گڼل کيږي چي په دوی کې ماليزيا او اندونيزيا تر ډيره اهميت لري

په  دې وروستیو کې له داعش وسله والې ډلې سره د مالیزیایانو یوځای کیدو او په دې هیواد کې ددوی فعالیت ډیرې اندښنې را ولاړې کړي دي.

د مالزیا چاپ په ملای میل ورځپاڼه کې راغلي، یو شمیر مالیزیایي ماشومان د داعش وسله والې ډلې له لوري روزل کیږي. له دې سره مالیزیایي مسولینو ویلي، داعش له دې سربیره چې ددوی هیوادوال جذبوي، د میانماري مسلمانانو څخه هم د سرتیرو په توګه کال اخلي.

بدرالهشام اسماعيل- “مونږ داسې مالومات تر لاسه کړي چې د داعش وسله واله ډله په دې هیواد کې له میانماري کډوالو د جذب په حال کې ده  ترڅو په اندونیزیا کې خپلو روزنیزو مرکزونو ته ولیږدوي. هغه څه چې روښانه دي دادي، چې دې ډلې په مالیزیا، اندونیزیا، فلپین او میانمار کې مرکزونه رامنځ ته کړي دي.”

د ایوب خان په نامه د مالیزیا د پوځ لوړ پوړي چارواکي ویلي: پولیسو په سوریه کې د داعش د هغه روزنیزمرکز په لټه کې دي کوم چې،  د نړۍ له بیلا بیلو هیوادونو څخه پکې پنخه سوه ماشومانو ته زدکړې ورکول کیږي.

دې مالیزیایي چارواکي زیاته کړې، له دې مرکزونو څخه په یوه کې د سویلي آسیا هیوادونو ماشومانو ته زدکړې ورکول کیږي او په دې روزنه کې له اندونیزیایي ژبې کار اخستل کیږي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *