د ټايوان ولسمشرې امريکا ته سفر کړی دی

د ټايوان ولسمشرې امريکا ته سفر کړی دی. ټاکل شوې ددې سفر په لړ کې ميرمن تسای اينگ ون  د امريکايي چارواکيو سربيره له ځينيو ملاتړو سره هم وگوري  دا په داسي حال کې ده چې له ډونالډ ټرامپ سره ددي له تلفوني خبرو وروسته د دواړو خواوو ترمنځ اړيکې حساسې شوې دي

ټاکل شوې د ټایوان ولسمشره اینګ ون امریکا ته په خپل دې نهه ورځینې سفر کې د خپلو ملګرو هیوادونو له چارواکیو سره وګوري. بله خوا  چین ددې سفر په هلکه اندیښمند دی.

د دسمبر په میاشت کې کله چې ډونالډ ټرامپ د امریکا ولسمشر په توګه وټاکل شو د ټایوان له ولسمشرې سره یې ټلفوني خبرو د امریکا پخواني سیاست څخه سرغړونه ښودل شوې ده. له هغه هوکړې چې امریکا له چین سره کړې وه. ددې هوکړې په تړاو امریکا د چین غوښتنې ته سپکاوی کړی او ټایوان یې له دې هیواده بل خپلواکه هیواد ګڼلی دی.

کله چې د امریکا او ټایوان د مشرانو ترمڼخ ټلفوني خبرې وشوې چین هم ټایوان ته نږدې خپلې پوځي مانورې پیل کړې.

له دې سره چې د ټایوان د ولسمشرې د سفر موخه نده روښانه خو ډونالډ ټرامپ په رسمي توګه له دې سره لیدنه رد کړې ویلي یې دي: له هر چارواکي سره سپینې  ماڼۍ ته له ورتګ او د جنوری له شلمې مخکې څه ناڅه ناسم کار دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *