د داعش په لاسو د اسيرو مسيحي ښځو او سړيو برليک هم هغه شان نامعلوم دے
د عراق د کردستان د پارلېمان يو مسيحي نمائنده په ازاد شويو سيمو کښې خپلو کورونو ته د ستنېدو لپاره د مسيحيانو د نه دلچسپۍ خبر ورکړ او په عېن حال کښې يې وويل چې تر اوسه د داعش په لاسو د يو سل اوۀ څلوېښتو اسيرو ښځو او سړيو برخليک چې زياتره يې ښځې دي معلوم شوے نه دے.
سرود سليم د داعش په لاسو د اسير شويو مسيحي ښځو او سړيو د برخليک په اړه وويل: که څه هم مسيحيانو د دغه شمېر کسانو د نومونو د اعلانولو غوښتنه نه ده کړې خو د هغو شمېرنو له مخې چې مونږ يې په اختيار کښې لروو يو سل اوۀ څلوېښت مسيحي ښځې او سړي د داعش لخوا تښتول شوي دي. چې تر اوسه يې د برخليک په اړه هيڅ اطلاع نه ده ترلاسه شوې.
داعش تکفيري ترهه ګرې ډلې په ۲۰۱۴ ميلادي کال کښې د عراق دويم لوے ښار موصل ونيوۀ او په زرګونو تنه سني او شيعه مسلمانان، مسيحيان او ايزدي کردان يې قتل عام کړل. او د دغه ښار د ابادۍ تقريباً نيم کسان کډه په سر شول.
د کردستان پارليمان دغه مسيحي نمائنده ازاد شويو سيمو په خاصه توګه د دشت نېنوا سيمې ته د مسيحيانو د ستنېدو په اړه وويل: اوس ۹۹ هغه سيمې چې په دشت نېنوا کښې پکښې مسيحيان وسېدل د داعش له قبضې ازادې شوې دي خو هغوي نه غواړي د موصل تر بشپړه ازادۍ پورې خپلو سيمو ته ستانۀ شي.
هغه زياته کړه په عراق باندې د داعش د حملې په شروع کښې په نېنوا صوبه کښې يو لک اتيا زره مسيحيان کډه په سر شول او يو شمېر وژل شوي او يا د داعش په لاسو اسيران شوي دي