د القاعدې او داعش د مشرانو ترمېنځ د خولې جنګ د هغوي رازونه په ډاګه کوي

د القاعدې او داعش د دوو ډلو ترمېنځ د تورونو رد و بدل بيا شروع شوے دے او د دواړو خواو ترمېنځ د خولې جنګ دا ځل له مخکښې نه زيات د دواړو ترمېنځ د سترو اختلافاتو او د هغوي د سياستونو د حقيقي څېرې ښودنه کوي.

د العربيه د رپوټ له مخې د القاعدې ډلې قوماندان ايمن الظواهري په دې وروستيو  وختونو کښې د داعش ډلې په سرغنه ابراهيم البدري باندې چې ابوبکر البغدادي لقب لري سخت ټکونه وکړل او هغه يې په دروغ ويلو تورن کړ. هغۀ وويل چې د دغې ډلې مشران د عراق د پخواني ولسمشر صدام حسېن د استخباراتو د ادارې او فوځ پېنشني افسران دي.

الظواهري له هغه خط نه هم پرده اوچته کړه چې له دې مخکې يې د داعش مشرانو ته لېږلے ؤ او له هغوي يې غوښتي دي چې په عامه ځايونو، جوماتونو او امامباړو باندې دې حملې نه کوي او د خپلو حملو مخه دې فوځي، امنيتي او پوليسو ځواکونو ته کړي.

په مقابل کښې داعش ډلې د القاعدې ځواکونه په اکثريت پسې په منډې وهلو، د مصر د څنګته کړې شوي ولسمشر محمد مرسي په ستائېنې کولو او د هغه په اتل ګڼلو او په حکومت کښې د ګډون په کوششونو تورن کړل.

د پېغامونو رد و بدل د دواړو خوا ترمېنځ د تناقضاتو د اندازې ښودنه کوي.په دغو پېغامونو کښې الظواهري د مسلمانانو او د هر هغه کس چې شريعت د ځان وژونکو ، ترهه ګرۍ او سړي تښتونې عملياتو په ترسره کولو سره د هغۀ هدف ګرځول منعې کړے دے له ازارولو څخه د ډډې کولو په ضرورت باندې تاکيد کوي. خو داسې ښکاري چې هغه په وروستيو کلونو کښې د القاعدې په حملو کښې د عربو او مسلمانانو د زياتوتوې شويو وينو اندازه هېره کړې ده.

خو د داعش ډلې سرغنه چې وائي ډله يې يوازې د يوې ډلې کسانو باندې حملې کوي او دعوا کوي چې بېت المقدس ته يې سترګې ګنډلې دي او د هغه د ازادولو کوشش کوي، لکه چې دا خبره هېروي چې د دۀ د ډلے د حملو اکثر قربانيان په سوريې او عراق کښې عرب او مسلمانانو دي.

هغوي په بهر کښې هم عامه خلق قرباني کوي، چې په دغو کښې وروستۍ حملې په استنبول او عمان کښې وې او له دې محکې سعودي، مصر او نورو هېوادونه د داعش ترهه ګرې ډلې د حملو هدف وو

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *