له کارولو مخکي د ديوالونو جوړولو تړون د ښار جوړونې او يوه ترکي شرکت ترمنځ لاسليک شو
له کارولو مخکي د ديوالونو جوړولو تړون د ښار جوړونې او يوه ترکي شرکت ترمنځ لاسليک شو
ددې تړون ارزښت چي د ولسمشر محمد اشرف غني په شتون سره په ولسمشرۍ ماڼۍ کې لاسليک شوی، يولس اعشاريه څلورو ميليونو ډالرو ته رسيږي چي د افغانستان له لوري ورکول کيږي
د ښار جوړونې وزیرویلي: په دې برخه کې پانګونې ته هیڅ یوه کورني او نه هم بهرني شرکت پانګونه نه کوله. نو له دې مخې حکومت اړ شو ترڅو په دې برخه کې په پانګونه وکړي. د دې وزارت او ویفا په نامه د یوه ترکي شرکت ترمنځ د یولس اعشاریه څلور میلیونه ډالرو په ارزښت دا تړون لاسلیک شوی دی. دا شرکت به د افغانستان له پاره چمتو شوي دیوارونه په ښه کیفیت او ټیټه بیه وړاندې کړي. د ښار جوړونې وزیر نادري ویلي، ددې دیوارونو په جوړولو سره به د رغاونې بهیر ګړندی کړل شي.
د ښاغلي نادري په وینا، دا شرکت به هر کال درې سوه زره متر مکعبه دیوارونه جوړوي او په دې وروستیو کې یو چینایي شرکت هم په دې برخه کې د شلو میلیونو ډالرو پانګونې ته زړه ښه کړی دی.