د عراق موصل ځينې سيمي د دولتي سرتيرو لاس ته ورغلې دي

د عراق موصل ځينې سيمي د دولتي سرتيرو لاس ته ورغلې دي

د دولتي سرتيرو له دې ادعا سره خلکو د موصل د عملياتو پر دوام نيوکه کړې ويلي يي دي، ددې عملياتو له امله خلک له ډول ډول ستونزو سره مخ  دي.

د  عراق موصل ښار کې په دې وروستیوکې ځینې بدلونونه تر سترګو کیږي. د عراق چټک غبرګون ځواکونو ویلي. د موصل په ختیځ کې یې د پام وړ پرمختګ کړی او په نورو سیمو کې د پرمختګ په حال کې دي. په ورته حال کې له یوه مرکز څخه څلور سوه سرتیري فارغ شوي او ډير ژر به د جګړې لومړۍ کرښې ته واستول شي. خو د جګړې بل مخ له تاوتریخوالي او ستونزو ډک دی.

د عراق په موصل کې روغتیایي کارکونکي د سرتیرو په درملنه بوخت دي. دې روغتون ته پر له پسې ټپیان راوستل کیږي او ټول بیړنۍ درملنې ته اړتیا لري خو دې برخې ته د رسیدنې وخت نشته، له دې مخې ځینې ټپیان د نه درملنې له امله مري او ځینې هم روغتون ته په لاره کې ساه ورکوي. دې کس چې خپل زوی روغتون ته راوستلی د زوی د حالت له امله ځمکه ځای نه ورکوي.

په دې جګړه کې ملکي کسانو ته هم زیان رسیدلی او خلک له ډير بد حالت سره مخ دي، له دوی څخه یو هم د مریم ورور دی

“مونږ هلته له کوره بهر وو چې داعش برید وکړ او ورور مې ټپي شو.”

خليل جواد کاظم- “د داعش ډله ملکي کسان او ماشومان وژني. دا ډيره بده ده ځکه دوی زمونږ اولادونه اود کورنۍ غړي  دي  مونږ غواړو له دوی سره مرسته وکړو  ځکه دوی عراقیان دي.”

تر اوسه د ناروغانو درملنه نه وي شوې چې نور ټپیان راوستل کیږي. په روغتون کې ډيره ګڼه ګوڼه ده د ټپیانو خپلوان غمجن دي په دې فکر کې دي چې ټپیان به ژوندي باتې شي او که نه.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *