د سعودي د ښځو د حقونو په هکله ویډیو ډيره کتل شوې ده
سعودي عربستان کې د یوې سندرې ویډیو چې په کې د ښځو بېوسي څرګنده شوې، پر ټولینزو پاڼو ډېر مینه وال موندلي.
سلګونو زره کسانو دغه ویډیو د ټولنیزو پاڼو پر مخ ګوري. دغې ويديو ته د ‘هواجیس ‘ یا اظطراب نوم ورکړل شوی دی.
په ویډیو کې سعودۍ ښځې لیدل کېږي، چې یو شمېر لوبې کوي او ناڅي.
دغه ویډیو ۸ ای اې ایس نومي رسنیز خپرندوی مرکز تولید کړې او پر یو ټيوب له خپرېدو ورسته تر اوسه نژدې ۳ میلیونو کسانو کتلې ده.