د ترکيه او عراق لومړي وزیرانو له رسنیو پرته لیدنه درلوده

د ترکيه او عراق لومړي وزیرانو له رسنیو پرته لیدنه درلوده

د عراق صدراعظم حيدر ال عبادي د شنبي په ورځ د خپل تر کې سيال بنعلی یلدریم سره د بندو دروازو شا ته چې رسنيو ته اجازه نه وه ورکړل شوي خبري اتري کړي دي. دامطلب ترکې اژانس آناتوليا ورکړی دي. د عراق او ترکيي اړېکې وروسته له هغې ترينګلي شوي چې ترکيي د عراق له اجازې پرته، د ۲۰۱۵ کال په ورستيو کې د «اسلامي دولت» د ترهګري ډلې د ځپلواو عراقې مليشو سره د مرستي په پلمه نينوا ولايت ته خپل پوځيان وليږل. يلدريم د شنبي په ورځ د عراق څخه خپل دوه ورځنی سفر پيل کړی دي. دا د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړېکو دخرابتيا راهيسي د ترکيي د صدراعظم لومړۍ سفر دي چې عراق ته تللی دي. د ترکيي اناتوليا اژانس خبر ورکوي چې د ترکيي د صدراعظم سره په دغه سفر کې دهغه هېواد د دفاع وزير فکري ايشق هم ملګرتيا کوي. د پروګرا م له مخې يلدريم به د عراق د ولسمشر فؤاد معصوم، د پارلمان د رئيس سلیم جبور او دکردستان دمشر سره خبري وکړي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *