تر راتلونکو دریو کلونو به د مساپرینو د ژغورنې الوتکه جوړه شي

تر راتلونکو دریو کلونو به د مساپرینو د ژغورنې الوتکه جوړه شي

د بې پیلوټه الوتکو جوړوونکي یوه اسرائیلي شرکت ویلي، تر ۲۰۲۰ کال پورې به د مسافرو د ژغورنې بې پیلوټه الوتکې جوړې کړي. ددغه شرکت یادې الوتکې په تېره نومبر میاشت کې د لنډ واټن الوتنو ازموینه وکړه.

د ”اوربان ایروناټکس” په نامه دغه شرکت له ۱۵ کلونو راهیسې د یادې الوتکې د جوړېدو چارې پیل کړې چې تر ډېره غواړي د پوځي موخو په ژغورلو کې وکاروله شي.

د ”کورمورانټ” یا تورې هیلۍ په نامه پر دغې بې پیلوټه الوتکې نژدې ۱۴ میلیون ډالر لګول کېږي، چې تر ۵۰۰ کیلوګرامو وزن لېږدوي او په یوه ساعت کې یې چټکوالی ۱۸۵ کیلومتره دی.

دا نوې بې پیلوټه الوتکه به په عمودي ډول پورته کېږي او ښکته کېږي، د ودانیو پرسر، استوګنیزو سیمو او د برېښنا مزو لاندې به په خوندي توګه الوتنه کولای شي.

د دغه شرکت اجرایوي مشر رافي یولي وویل ”دې کار د کورمورانټ د یوې ښې نمونې جوړولو لپاره لاره هواره کړې، چې د ټکنالوژۍ په برخه کې ښه وځلېږي”.

د چین ایهانګ شرکت هم د بې پیلوټه الوتکو جوړول پیل کړي، چې په پام کې ده راتلونکې جولای میاشت کې به د امریکا نیوادا ایالت کې ازمایښتي الوتنې وکړي.

د امریکا نیوادا کې د ‘بې پیلوټه ټکسي’ ازموینه

د لندن امپریال کالج د هوايي ربوټونو د لابراتوار مشر ډاکټر میرکو کواچ وویل: ”دغه په پام کې نیول شوې بې پیلوټه الوتکه به د شخصي بې پیلوټه الوتکو د پرمختګ لپاره نور امکانات زیات کړي، نه دا چې څېړنیز کارونه یې په مټ وشي، بلکې یوڅه وهم لېږدولای شي. ”

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *