تحلیل(څیړنه): د افغانستان د اساسي قانون اونۍ

د افغانستان اساسي قانون د سیمې په کچه تر ټولو ښه او پراخ قانون ګڼل کیږي چې ساری یې نه په سیمه او نه هم په اسلامي هیوادونو کې لیدل شوی. د اساسي قانون په دریمه ماده کې راغلي: «په هیواد کې هیڅ داسې قانون نشي رامنځ ته کیدی چې د اسلامي ارزښتونو پر خلاف وي». دې مادې د هیواد قانون ته بې بدیله جامعیت ور بښلی دی او دا ډول قانون په نورو اسلامي هیوادونو کې ندی لیدل شوی. د اساسي قانون دې مادې ټول مسلمانان په کړۍ کې سره را ټول کړي او ټولو ته به یوه سترګه ګوري. په دې ماده کې د مسلمانانو ترمنځ د توپیژ هڅه نده شوې او د مذهبونوله مخې د مسلمانانو بیل والی په پام کې ندی نیول شوی  چې دا یې له ځانګړتیاوو څخه شمیرل کیږي.

له بل اړخه، د افغانستان اساسي قانون نورو برخو ته په کتو سره دا په ښه توګه په ډاګه کیږي چې دا قانون د ټولو هیوادوالو حقوق په هره برخه کې په ښه توګه په پام کې نیولي دي چې له دې مخې د هیواد په تاریخ کې تر ټولو ښه قانون ګڼل کیږي. د هیواد په تاریخ کې په دې کچه یوالی او برابرښت په اساسي قوانینو کې په پام کې نه وو  نیول شوی. ددې قانون له مخې د تولو هیوادوالو حقوق یوشانته په پآم کې نیول شوي  او ټول د قانون پر وړاندې یو شانته دنده لري. په ټولیزه توګه د افغانستان اساسي قانون بنسټيز ارزښت دی چې له مخې یې عدالت او برابري ددې قانون له مهمو برخو څخه شمیرل کیږي، له دې سره چې ددې قانون په ډيریو برخو کې پر یوالي، عدالت او برابری ټینګار شوی. دې ته په کتو سره چې په اساسي قانون کې په دې برخو ټینګار شوی، په پلي کیدو سره به یې په هیواد کې عدالت برابرښت او پرمختګ رامنځ ته شي.

اساسي قانون د یوه غوره قانون په توګه د هغه ارزښتونو د پلي کېدو وړ دي چې په هغې کې ځای پرځای او د هغې پر بنسټ چمتو شوی دي . اساسي قانون په یوه ټولنه کې د حاکمیت د عملي کولو اصلي سرچینه ده چې د نه پلي کېدو په صورت کې په یوه ټولنه کې انارشي، نا برابري او په ټوله کې یوه ګډوډي رامنځته کيږي . اساسي قانون د بنسټ ارزښت دي په ځانګړې توګه په افغانستان کې، چې محوریت یې د خلکو د ژوند په بیلا بیلو برخو کې د عدالت پلي کول دي . خو دا قانون په تیرو کالو کې تل له ستونزو سره مخامخ شوی دي چې ویلای په پلي کولو کې یې هم ډیر ستونزې ننګوي او دا ستونزې په ښکاره ډول هم لیدل شوې دي . اساسي قانون تل د یوشمیر کسانو، دولتي بنسټونو، او یا هم سیاسي ټولنو له لوري تر پښو لاندې او په خپله ګټه استعمال شوی دي .

اوسنی ننګونکی حالت او ستونزې هم کولای شوې چې د قانون د نه پلي کولو له امله وبولو او دا په داسې حال کې ده چې له قانون څخه سرغړونې په خپل حال سره پر ځای پاتې دي او په هېواد کې د قانون د پلي کولو څخه مخنیوی کوي . هغه څخه چې ښکاره دي د اساسي قانون پر وړاندې د سیاستمدارانو او دولتمردانو سیاسي او ناوړه لیدلوري وو . دغه موضوع په لومړیو کې اساسي قانون ته بې احترامي او په سپک نظر کتل دي . هغه قانون چې د یوه عالي حقوقي سند په توګه بلل کیژی  او ورته نه درناوی په یوشمیر مواردو کې یې پلي کېدل ددې سبب شوي چې دغه غوره او حقوقي سند له ستونزو او کړواونو سره مخامخ شي . همدا موضوع ددې سبب شوې چې د افغانستان او په ټوله کې په افغاني ټولنه کې عدالت، خدمت کول، ملت جوړونه، رفاه او یوشمیر نور مسایل پلي نشي.

یوه بله مسله چې د اساسي قانون د پلي کیدو په لاره کې خنډ ګرځیدلې، ددې قانون په ځینو مادو کې ګونګتیا ده. له دې سره چې اساسي قانو ښې برخې او امتیازارت لري خو په ځینو برخو کې یې نیمګړتیاوې هم لیدل کیږي چې دا د اساسي قانون د ضعف له ټکیو څخه شمیرل کیږي خو له دې سره چې دا نیمګړتیاوې تر هغې کچې ندي چې د اساسي قانون د پلي کیدو مخنیوی وکړي. که چیرې ټول اساسي قانون ته په درنه سترګه کتل کیدای نو دا نیمګړتیاوې به د اهمتی وړ نه وي او ځینې برخې یې له ستونزو سره نشو مخ کولای.

له بل لوري، داسې ویل کیږي چې د اساسي قانون ځینې ګونګې برخې د تفسیر وړ دی چې په دې برخه کې هم ځینې اختلافات رامنځ ته شوي دي. په هیواد کې د اساسي قانون تفسیر هم ځینې  اختلافات رامنځ ته کړي دي چې تر اوسه یې مونږ د ډیرو ناندریو شاهدان پاتې شوي یو. له دې سره د اساسي قانون ځینو برخو نیمګړتیاوو د حکومت او ولسي جرګې ترمنځ هم اختلافات رامنځ ته کړي.

د اساسي قانون په نیمګړو برخو اختلافات هم دوه برخې لري. د اساسي قانون په یو سل یو ویشتمه ماده کې راغلي: «د قوانینو په هکله څیړنه، تقنیني فرامین، بین الدول تړونونه او نړیوال میثاقونونو په هکله د اساسي قانون د تفسیر له سترې محکمې سره دی». د اساسي قانون دې مادې د قانون د تفسیر حق سترې محکمې ته ورکړی دی او حکومت هم تل هڅه کړې ترڅو د سترې محکمې له لوري د اساسي قانون د ځینې نیمګړتیاوو تفسیر تر لاسه کړي، په داسې حال کې چې د ولسي جرګې ډيری غړي په دې هکله بل نظر لري. دوی د اساسي قانون یو سل اوه پنځوسمې مادې له مخې چې وایي: «د  اساسي قانون د څار اداره د قانون پر پلي کیدو د څارنې له مخې رامنځ ته کیږي» تل په دې باور ده چې د اساسي قانون پر پلي کیدو د څار اداره د قانون د تفسیر حق لري. د اساسي قانون په دې برخه کې ستونزه هغه برخه ده چی ډيری ستونزې یې را ولاړې کړې دي او په هیواد کې یې د اساسي قانون د پلي کیدو مخنیوی کړي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *