په پېښور کې زهرلرونکو شرابو ۵ کسان وژلي دي

په پېښور کې زهرلرونکو شرابو ۵ کسان وژلي دي

په پېښور کې چارواکي وايي، د زهري شرابو د څښلو له امله پنځه کسان وژل شوي دي.

چارواکي وايي، وژل شوي عیسویان دي. د پولیسو په خبره، د چهارشنبې په شپه د پېښور ښار د صواتو پټک د پشتخره تاڼې په حدودو کې دا پېښه شوې ده.

 عیسویانو د نوي کال د خوښۍ مراسمو کې دا شراب څښلي او د حالت له خرابېدلو وروسته روغتون ته لېږدول شوي وو.

د هغه په خبره، له لومړنیو څېړنو وروسته معلومه شوه چې دغو کسانو په درملو کې کارېدونکي مواد او ځايي جوړ شراب سره یو ځای کړي وو.

په دې پېښه کې تراوسه یواځې د پنځو کسانو مړینه تایید شوې ده.

نوموړی دا هم وايي، ټول وژل شوي کسان عیسویان او د حکومت په مختلفو ادارو کې یې پر ټیټو څوکیو کار کاوه.

په پاکستان کې له دې مخکې هم د زهري شرابو د څښلو له امله د وژنو پېښې شوې، چې تر ډېره پکې عیسویان او یا هم هندوان وژل شوي دي.

یوه اونۍ مخکې د پنجاب په ټوبه ټیک سینګ ښار کې هم د عیسوي اختر په مراسمو کې د زهري شرابو له امله تر ۳۰ پورې کسان وژل شوي وو.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *