د روانې هفتې له ابتداء نه ګڼ شمېر عربو هېکرانو د صهيونېسټ رژيم په خصوصي او ذاتي سائيټونو باندې حمله کړې ده چې په سائبري فضاء کښې د دغه رژيم تنصيبات او تاسيسات تباه کړي.

يو الجزائري هېکر په صهيونېسټي سائيټونو باندې د سائبري حملې د جزئياتو په بيانولو سره وويل:  د اسرائيلي رژيم په خلاف د زرګونو عربو او مسلمانو هېکرانو د سائبري حملو لپاره زمينه برابرونه د ۲۰۱۲ کال له نومبر څخه شروع شوې وه.

دغه  الجزائري هېکر چې “اسماعيل – مرد ۵۴” نوم يې د ځان لپاره غوره کړے دے وويل: د دغې حملې مقصد له الېکټرانکي او انټرنېټي نقشې نه د اسرائيلو ختمول وو او دغه حمله به دغه مقصد ته تر رسېدو پورې دوام ولري.

هغۀ څرګنده کړه: له سائبري عملياتو څخه ترلاسه شوي اسناد او دوسيې د غزې په تړانګه کښې د فلسطين د منتخب حکومت  امنيتي ادارې لپاره لېږلې شوې دي.

اسماعيل له وطن نومې عربي سائيټ سره په مرکه کښې د دغې بې مخينې سائبري حملې په باره کښې وويل: ما دغه حمله په يوازې ځان نه ده کړې او دغه اقدام د يوې ډلې په قالب کښې نه دے ترسره شوے بلکه د اسلامي نړۍ په زرګونو هېکرانو پکې ګډون لرۀ چې ټول د دغه تيري ګر رژيم دښمنان دي.

هغۀ وويل: دغه حمله په فلسطين کښې زمونږ د وروڼو په خلاف د اسرائيلي تېريو او د صهيونېسټانو لخوا په نړۍ کښې د بشري حقوقو د خلاف ورزۍ د دوام په ځواب کښې وشوه.

د دغه الجزئري هېکر د  وېنا له مخې په دغه سائبري حمله کښې هر هغه کس چې د اسرائيلو د ظلم او استبداد مخالف دے شرکت کړے ؤ او مونږ کوشش کوو چې اسرائيل د انټرنېټ له نړيوالې شبکې څخه ختم کړو.

هغۀ په سائبري حمله کښې د ګډون کوونکو هېکرانو د شمېر په اړه وويل: مشخص شمېرنه په اختيار کښې نشته خو دا  ويلې شوو چې په زرګونو ځوانانو په دغه حمله کښې ګډون کړے ؤ چې اکثريت يې عرب پرواګرامنګ ليکونکي وو.

اسماعيل د هېکرانو ترمېنځ د غږملتيا د څه رنګوالي په  باره کښې وويل: د دغې سائبري حملې چلوونکي له تېرو څو مياشتو راهسې د دغې چارې لپاره په پراخه انټرنېټي شبکه کښې دعوت کړې شول او د ځينو هېکرانو لپاره هم خصوصي بلن ليکونه ولېږل شول او په دې اتفاق وشو چې د اسرائيلو په رسمي سائيټونو باندې د هغو د بشپره تباه کولو او د پټو فائلونو د ترلاسه کولو لپاره پراخه سائبري حمله وشي.

دغه الجزائري هېکر څرګنده کړه: دغه ډله خاص قوماندان او مشر نه لري. انونيموس د ناپېژندل شويو کسانو ډله ده او يوازې دا کافي ده چې هغوي ته يوه آيډيا وړاندې کړئ او ترې وغواړئ چې په هغې کښې ګډون وکړي نو هر يو په حمله کښې د خپلو خاصو تجربو او توانمنيو په بنياد په هغې کښې ګډون کوي.

اسماعيل وويل: دغه ډله (انونيموس) په امريکه  کښې جوړه شوې ده او هره هېکري ډله دغه نوم په ځان ايږدي نو ځکه په دغو عملياتو کښې ګډون کوونکو عربو او مسلمانو هېکرانوباندې هم د انونيموس ډلې اطلاق شوے دے.

هغۀ وضاحت وکړ: سائبري حمله يوه موده مخکې شروع شوه  او يوازې د  روانې مياشتې تر نهمې نېټې پورې محدوده نه ده خوپه دغه ورځ په اسرائيلي سائيټونو باندې حمله کښې سختوالے راغے.

اسماعيل وويل: ما په تېرو وختونو کښې د اسرائيلي فوځ څو انټرنېټي سائيټونه هېک کړل او دا وړومبنے ځل نه دے  چې دا کار کوم. زه د هر چا او هر سائيټ نه هېک کوم بلکه د هر هېک کولو لپاره يو مناسب دليل لرم.

هغۀ د اسرائيلي رژيم په انټر نېټي سائيټونو باندې له سائبري حملې څخه چې د دې هفتې له ابتدا نه شروع شوه د خپلې جاجونې په باره کښې وويل: دغه حمله يوه موده مخکې شروع شوې ده خو لا ختمه شوې نه ده او غواړوو ورته د نورو سائبري حملو له لارې دوام ورکړوو چې زمونږ ټول مقاصد چې د نړۍ له اليکټرونېک نقشې څخه د اسرائيلي رژيم حذفول دي پوره شي.