په سعودي عربستان کې د مزد غوښتونکي بهرني کارکونکي په درو وهل کیږي
په سعودي عربستان کې یوشمېر بهرني کارکوونکي له دې کبله بندیان شوي او په دُرو د وهلو حکم ورته شوی، چې تېر کال یې د ځنډول شوې مزدورۍ د پیسو ترلاسه کولو لپاره لاریون کړی و.
د سعودي ورځپاڼو ویلي، په مکه کې نژدې ۵۰ کارکوونکو ته د ۴۵ او څلورو میاشتو ترمنځ د بند سزا ټاکل شوې ده. ۳۰۰ نورو ته بیا د دُرو وهل اورول شوي. ”الوطن” او ”اخبارالعرب” ورځپاڼو پخپلو رپوټونو کې د کارکوونکو تابعیتونه نه دي راخیستي.
دغو بهرنيو کارکوونکو د بن لادن په لوی ودانیز شرکت کې کار کړی، چې د څو میاشتو مزدوري یې نه ده ورکړل شوې، خو کله چې دوی د خپلې مزدورۍ اخیستو لپاره لاریون وکړ، پرضد یې د بندي کېدو او په دُرو د وهلو حکم وشو. ‘سعودي کې د ښځو ګاډي چلولو بندیز اقتصاد ته زیان رسوي’
په ودانیزه برخه کې – په تېره بیا د بن لادن د شرکتونو ټولګه کې کارکوونکي پرته له دې چې مزدوري یې دې ورکړله شي، پرېښودل شوي، دا کار سعودي کې د تېلو د عوایدو له کمېدو سره هم مهاله شوی.
ویل کېږي چې حکومت هغو شرکتونو ته پیسې نه دي ورکړې، چې د تېلو برخه کې قراردادونه ورسره لري.
په تېره نومبر میاشت کې د سعودي حکومت وویل، راتلونکې میاشت به د شرکتونو ځنډول شوې پیسې ورکړي.
د بن لادن د شرکتونو ټولګه څه باندې ۸۰ کاله وړاندې د القاعدې شبکې د بنسټګر او وژل شوي مشر اسامه بن لادن د پلار په لاس جوړه شوه.
د تېر کال وروستیو کې دغه شرکت وویل، د ۷۰۰۰۰ کارکوونکو استحقاقونه به ورکړي.
دغه شرکت د هغو کارکووونکو د مزدورۍ ورکولو ژمنه هم کړې، چې د کار اجوره یې ځنډول شوې او لاهم په دغه شرکت کې کار کوي، خو دا کار به وروسته تر هغه کوي چې حکومت شرکتونو ته پیسې ورکړي.
د لبنان د لومړي وزیر سعد الحریري په مشرۍ د (سعودي اوجیه) په نامه د شرکت لسو زرو کارکوونکو ته هم د کار پیسې نه دي ورکړل شوې.
فرانس پرېس خبري اژانس په تېره ډسمبر میاشت کې د شرکت د یوه کارکوونکي له خولې ویلي وو، د مزدورۍ یوه برخه پیسې یې ترلاسه کړې، خو له شرکت سره یې د پنځو میاشتو د کار پیسې بندې دي.