په بغلان کې طالبان د جگړې لپاره چمتو کیږي

په بغلان کې طالبان د جگړې لپاره چمتو کیږي

د بغلان د ولایتي شورا غړي او اوسیدونکي وايي چې د دولت مخالفو ډلو قوي مرکزونه جوړ کړي او د راتلونکي کال د جګړې لپاره تیاری نیسي.

د سیمې خلک وايي چې په بغلان کې وسله وال طالبان تر پخوا مجهز شوي دي، نوي ماډل موټرونه او نوې وسلې لري.

د بغلان د ولایتي شورا غړی حنیف کوهداماني وايي چې پلخمري تر تهدید لاندې دی. هغه زیاتوي “تاسو له مسولینو پوښتنه وکړئ چې پلخمري د طالبانو په محاصره کې دی او کنه دوي به خامخا منفي ځواب درکوي، ځکه مونږ له دوی څخه امنیت غواړو، هره ورځ چې عملیات ځنډیږي دا د بغلان دخلکو پر وړاندې لویه جفا ده.”

بغلانیان وایي طالبان په دهنه غوري ولسوالۍ کې د نویو وسلو تمرینونه کوي.

هغه زیاتوي چې په بغلان کې باید ژمني عملیات پیل شوي واي خو امنیتي چارواکیو دغه عملیات پیل نه کړل او په اوړي کې په اسانۍ پلخمري تر سخت تهدید لاندې راتلای شي.

د ولایتي شورا مرستیال محبوب الله غفاري وايي چې طالب وسله والو په هغو ولسوالیو کې چې له څو میاشتو راپه دیخوا یې په ولکه کې دي نظامي مانورونه پيل کړي دي.

ښاغلی غفاری زیاتوي “دهنه غوري ولسوالۍ له پنځه میاشتو راپه دیخوا له طالبانو سره ده، څو ورځې مخکې یې په دغه ولسوالۍ کې نظامي مانورونه وکړل، تر عمومي سرک پورې راغلي و. دا طبعي ده چې که طالبانو ته یوه ولسوالي پریښودل کیږي هغوي نورو سیمو ته هم خپل فعالیتونه پراخوي”

د ولایتي شورا غړي زیاتوي “که دولت په لوی لاس کوم هدف لري بیله خبره ده خو عام خلک په کې تباه کیږي.”

د بغلان اوسیدونکي هم له روانو حالاتو اندیښمن دي او په سیمه کې د طالبانو موجودیت تائیدوي “دهنه غوري کې طالبان نظامي تمرینونه کوي او د داعش د راتلو اوازې هم شته خو زمونږ غوښتنه دا ده چې باید په سیمه کې عملیات وشي.”

کندوز په شمال ختیځو ولایتونو کې د طالبانو نظامي مرکز ګڼل کیږي او د ژمي په پیل کې په دغه ولایت کې په ټولنیزو رسنیو کې د وسله والو طالبانو د نویو تجهیزاتو او نوي ماډل موټرو عکسونه هم نشر شوي وو

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *