سوريه له اسرائيلو سره په مقابله کښې يو مهم رول لري

د تيونس ولسمشر الباجي قائد السبسي وويل هېواد به يې له سوريې سره خپلو مضبوطو سفارتي تعلقاتو ته دوام ورکړي.

هغه وويل، نن د سوريې مشکل بشار اسد نه دے بلکه د هېواد د مخکنيو حالاتو اوج ته د سوريې د ستنېدلو او له کورني او نړيوال لحاظه د حکومت د احترام او ارزښت ستنول دي.

هغۀ همدارنګ اشاره وکړه چې د سوريې د ولسمشر رد عملونه  د هغه  له ملت سره تعلق لري ځکه چې  هغوي دې غوره کړے دے او نور پکې د مداخلت حق نه لري.

د تيونس ولسمشر د تيونس له الشروق ورځپاڼې سره په مرکه کښې وويل: مونږ په تيونس کښې له سوريې سره مضبوط سفارتي تعلقات لروو او د خپل هېواد سفير مو دمشق ته لېږلے دے. په سياست کښې هيڅ مسئله وروستۍ نه  وي او زما په عقيده مهمه دا ده چې له سوريې سره له قوميتي  اړخه چلند ونکړوو او دا هېره نه کړوو چې سوريه له اسرائيلو سره په مقابله کښې يو مهم کردار ادا کوي. اميد لرو چې سوريه له دې بحرانه په سلامتيا سره تېره شي.

السبسي د لېبيا د بحران په اړه هم تاکيد وکړ:  مشکل حکومت نه دے. مشکل هغه وسله والې ډلې دي چې هره يوه د حکومت کولو دعوا لري او  دې مسئلې له هغوي سره خبرې اترې او روغه جوړه سخته کړې ده.

مونږ له لېبيا سره تقريباً پينځه سوه کېلومټره پوله لروو چې دغه وسله والو ډلو زمونږ هېواد ته درانۀ تاوانونه رسولي دي او د پولو تړل له سختو مشکلاتو سره مخامخ وو چې ميليار‌ډونه ډالره لګښت يې لرۀ.

هغه همدارنګ په لېبيا کښې د تيونسي دهشتګردو شتون له موجودو مسائلو څخه وبلۀ چې کوشش کوي د لېبيا له پولې تيونس ته داخل شي او زياته  يې کړه، په همدې وجه مونږ پکار دي ضروري احتياطي اقدامات وکړو او دا مسئله د لېبيا لخوا د احتمالي خطر د کمولو لپاره د پولو د امنيت د سختولو او د خاورين ديوال د جوړلو اصلي  علت ؤ.

هغۀ په دوام کښې تاکيد وکړ، تيونس په يوازې ځان د دغه مشکل د هواري وس نه لري خو هغه څه چې زمونږ لپاره اهميت لري دا دي جې لېبيا يو ځل بيا  د لېبيا د ملت لاسو ته ستنه شي او بهرني مداخلتونه پکې ختم شي. که لېبيا د پوله ايزو مسائلو لپاره څه تجويز لري نو مونږ يې هرکلے  کوو، خو د دغه هېواد په چارو کښې به مداخلت ونکړوو.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *