اسرائيل خپل فوځيان د فلسطينيانو وژلې ته هڅوي

د بشري حقوقو څارونکې ادارې (هيومن رائټس واچ) پرون وويل: د اسرائيلو د ځينو چارواکو څرګندونې دا ښودنه کوي چې هغوي خپل عسکر د فلسطينيانو حتی د هغو کسانو چې د ګواښ عاملان نه دي وژلې ته هڅوي.

او په يو رپوټ کښې يې د  ٢٠١٥ کال له اکتوبر نه تر اوسه پورې د جنګ وزير او د کورني امنيت د وزير په شمول د صهيونېسټ رژيم د لوړ رتبه چارواکو د ګڼ شمېر څرګندونو په خپرولو چې د فوځيانو او پوليسو لپاره به يې په هر مشکوک فلسطيني باندې ډزې کول لازمي کول د هغو په وېناو باندې تاکيد وکړ.

همدارنګ په مقبوضه زمکو کښې د بشري حقوقو د څارونکې  ادارې د دفتر مدير ساري بشي وويل: مسئله يوازې د اسرائيلو د تندلارو عسکرو نه ده بلکه مشکل لوړ رتبه چارواکي دي چې په ډاګه د ډزو کولو حکم ورکوي.

صهيونېسټ رژيم پکار دي له وسلې څخه البته دنړيوال قانون مطابق د نه استفادې په اړه روښانه احکام صادر کړي.

د دغې ادارې د رپوټ له مخې د ٢٠١٥ کال له اکتوبر څخه د ډزو په ذريعې سره د قتل يو نيم سل مورده رامنځته شول چې قربانيان يې ماشومان يا لوے کسان وو.

د بشري حقوقو د نړيوال قانون له مخې له وسلې څخه قصدا استفاده يوازې په ضروري حالاتوکښې يعنې له ځانه په دفاع کښې او په داسې صورت کښې چې بله څه لاره موجوده نه وي جائزه ده. خو اسرائيلي دستورالعمل دغه شرائط په بر کښې نه لري.

دغې ادارې په يوې بيانيه کښې وويل: نتانيا هم او نور اسرائيلي چارواکي پکار دي له وسلې څخه د استفادې په باره کښې عمومي خبردارے ورکړي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *