هند له چين هيواد څخه غوښتي ترڅو د پاکستان جيش محمد ډله د ملگرو ملتونو په تور نوم لړ کي ورگډه کړي

هند له چين هيواد څخه غوښتي ترڅو د پاکستان جيش محمد ډله د ملگرو ملتونو په تور نوم لړ کي ورگډه کړي

د هند کورنيو چارو وزير ويلي، دوی هڅه کوي ترڅو دا ډله د ملگرو ملتونو په تور نوملړ کې ور گډه او ددې ډلي پر مشرانو بنديزونه ولگول شي

د هند کورنیو چارو وزیر راجنات سینګ په یوه خبري ناسته کې ویلي: دوی د چین هیواد په مرسته هڅه کوي ترڅو د پاکستان جیش محمد ډله د ملګرو ملتونو په تور نوم لړ کې ور ګډه کړي. ده ویلي هیله مند دی چې ملګري ملتونه دا ډله د نورو ترهګریزو ډلو په توګه وپیژني او ددې ډلې پر مشرانو بندیزونه ولګول شي.

راجنات سنيگ- ” له چین هیواد څخه زمونږ تمه داده ترڅو له هند سره د ملګرو ملتونو په تور نوم لړ کې د پاکستان د جیش محمد ډلې د ور ګډولو په برخه کې مرسته وکړي. هڅې دادي ترڅو ددې ډلې مشر مسعود اظهر یو نړیوال ترهګر وپیژندل شي.”

د ډهلي دولت ادعا کوي چې دې ډلې په ډيریو برخو کې د هند پر وړاندې د پاکستان له خاورې په ګټې اخستنې سره، بریدونه تر سره کړي دي.

پّ ورته حال کې د د هند تر واک لاندې په کشمیر کې امنیتي چمتوالي ته زور ورکړل شوی دی. دا په داسې حال کې ده چې د یوه وسله وال په برید کې یو هندي پوځي ټپي شوی دی. دا سیمه په روان کال کې له شخړو ډکه سیمه شمیرل کیږي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *