په تایلنډ کې د ترافیکې پیښې له کبله ۲۵ تنه وژل شوي دي
په تایلنډ کې د ترافیکې پیښې له کبله ۲۵ تنه وژل شوي دي
په تایلند کې د لارې او بس موټر د ټکر په پایله کې لږ تر لږه ۲۵ تنه وژل شوي دي. رسنۍ د خبر له مخې ویل کېږي، چې دغه پېښه د بانګ بینګ په سیمه کې را منځ ته شوې ده. دغه بس د تایلند د چاندهاپوري ښار نه ددې هیواد پلازمېنې بنکاک په لور روان وو. په دې هکله د خبر له مخې ویل کېږي، چې د ټکر وروسته دواړه موټرونه وسوځېدل. د پولیسو د اټکل له مخې ویل کېږي؛ چې ښايي د لارې موټر چلونکی ویده شوی او پېښه رامنځ ته شوې وي.