د ترکيې په الوتکې سره ۱۵۰ داعشيان يمن ته داخل شول

د يمن امنيتي سرچينو د يمن د جنوب د عدن ښار نړيوال هوائي اډې ته د يونيم سلو داعشي دهشتګردو وړونکې يوې ترکي الوتکې د کوزېدو خبر ورکړ.

د يمني امنيتي سرچينو په نقل سره د يمني المسيره خبري سائيټ د نقل له مخې دغه دهشتګرد له دې وروسته چې حلب ښار د سوريې د فوځ په کنټرول کښې راغے له دغه ښاره وشړلې شول.

د دغو سرچينو له مخې د تفکيري ډلو دغه عناصر د عدن په هوائي اډه کښې چې د اماراتي نيواکګرو ځواکونو تر څارنې لاندې ده له طيارې کوز شول.

دغه سرچينو وويل، د ترکيې الوتکه ټاکلې شوې ده د سعودي ائتلاف هغه يو سل اته پنځوس ځواکونه چې په  تعز کښې ژوبل شوي دي د ترکيې په اسپتالونو کښې د علاج لپاره دغه هېواد ته بوځي.

د ويلو ده چې سعودي رژيم د امريکې په اشارې او له ځان سره د وابسته څو نورو عربو هېوادونو په ائتلاف سره تقرپباً دوه کاله وشول په يمن باندې تېرے شروع کړے دے. د دغه تيري په دوران کښې د يمن په زرګونو خلق مړۀ يا ژوبل شوي او د دغه هېواد بنسټيزو ودانيو ته يې زيات زيانونه رسولي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *