په ټوله دنيا کښې د صهيونېزم په خلاف د ټولو يهوديانو په نيابت د صهيونېزم په خلاف د يهوديانو تنظيم او ناتورای کارتا ډلې د امنيت د شورا وروستۍ ٢٣٣٤ مصوبه چې د اسرائيلي ښارګيو جوړول غندي او غېر قانوني يې بولي تائيد کړه. او په يوې بيانيې کښې يې اعلان وکړ چې د کلونو کلونو په دوران کښې د اسرائيليانو ښارګي جوړونه د جرم، جنايت او وينې بهېدنې اصلي وجه وه او د نسل پرستۍ په تېغ سره د زرګونو بې ګناه خلقو د وژل کېدو سبب شوې ده.
دغې بيانيې همدارنګ د دغه مهم ګام په اوچتولو د امنيت شورا غړيو ته مبارکي وويله او دا يې د انصاف او صلحې په لور يو ګام وبلۀ چې کلونه کلونه يې منتظر وو. او تاکيد يې وکړ چې اسرائيلي حکومت په کامله توګه غېر قانوني دے چې دا مسئله د دغه حکومت د تشکيلولو لپاره د قتل عامونو او جنايتونو لازموالے رامنځته کوي.
په دغه بيانيه کښې راغلي دي چې د صهيونېزم له دورانه مخکې يهوديانو په فلسطين کښې د خپلو مسلمانو وطنوالو ترڅنګه په صلحې او ارامښت سره ژوند کوۀ. اوس هم اميد لروو چې هغو ارزوګانو ته ستانه شوو او د نورو ملتونو ترڅنګه د صلحې ژوند وکړوو.
دغه يهوديان په خپله بيانيه کښې زياتوي: د غاصب اسرائيلي رژيم د وزيراعظم بنيامين نتانياهو قهرجن رد عمل د دغه ناروا حکومت په خلاف د نړيوالې راې په اتفاق باندې يو محکم دليل دے.