په لويدیځو او ځينې نورو هيوادونو کې نوی کال ونمانځل شو

په لويدیځو او ځينې نورو هيوادونو کې نوی کال ونمانځل شو

له دې سره چي دا مراسم تر کلک امنيتي چمتوالی لاندې تر سره شوي  سياسيونو د نوي کال په لړ کي د گواښونو په هکله خبردارۍ ورکړی دی

د اروپا په ډيریو ښارونو کې د دوه زره اولسم کال چشن د ډيریو پولیسو او سمنټي دیوالونو تر شا تر سره شو.

سیاسي او مذهبي مشرانو د روانو حالاتو په هکله خبرداری ورکړی او د امنیت پر ټینګښت یې تینګار کړی دی. د فرانسې ولسمشر فرانسوا هولاند په اروپا کې د ملې پالنې په هکله خبرداری وکړی او د نړۍ کاتولیکانو مشر هم د ځوانانو حالاتو ته پر پاملرنې ټینګار کړی دی.

پاپ فرانسيس- “مونږ داسې یو کلتور را منځ ته کړی چې ځوانان نه بدلیدونکي ښیي. له دې  سره دوی ګواښو چې په ټولنه کې خپله ونډه نه ادا کوي دا په دې مانا ده چې مونږ دوی له ټولیز حیات څخه ایستلي، کډوالۍ ته مو اړ کړي او یا مو وزګاره او حیران کړي دي  چې تر ډیره راتلونکې او د ژوند دوام ته هیله مند ندي.”

د امریکا ولسمشر بارک اوباما هم د خپلې اته کلنۍ واکمنۍ لاسته راوړنو ته نغوته کړې او په امریکا کې یې د بوختیا رامنځ ته کول او وده پرمختګ ښودلی دی. له دې سره ده په بهرنۍ برخه کې هم د خپلو بریاوو یادونه کړې ده.

باراک اوباما- “مونږ له عراق او افغانستان څخه ۱۶۵ سرتیري بیرته خپل هیواد ته را وګرځول  او اسام بن لادن مو له منځه یووړ  په سیاسي برخه کې مو له ایران سره د اټومي پلان په هکله هوکړه وکړه او له کیوبا سره مو تاریخي دښمني له منځه یو وړه همدارنګه د پاریس د هوا بدلون هوکړې ته ورسیدو چې دا زمونږ په بهرني سیاست کې لویه لاسته راوړنه شمیرل کیږي او له دې مخې به نړۍ زمونږ د بچیانو لپاره امنه وي.”

دا په داسې حال کې ده چې د تیر کال ریښتینولي له سیاسي ستونزو سره مخ وه او دې مسایلو نوی زیږدیز کال هم تر اغیزی لاندی راوستلی دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *