په سوريه کښې د رامنځ ته شوي اوربند سره، نښتي روانې دي

په سوريه کښې د  رامنځ ته شوي اوربند سره، نښتي روانې دي

روسيې او ترکيې چي په سوريه کي اوربند د دوی په منځگړيتوب رامنځ ته شوی، په دې تړاو ييي د ملگرو ملتونو امنيت شورا ته د رايي لپاره يو وړانديز هم وړاندې کړی دی

په سوریه کې اوربند د جمعې ورځې له لومړیو ساعتونو پیل شوې خو سوریي اوسیدونکو په ځینو برخو کې له نښتو خبر ورکړی دی. د سوریې یو شمیر اوسیدونکي اوربند د یوې بلې نښتې لپاره د چمتوالي ښه فورصت بولي. له دې سره د حلب اوسیدونکي بیا د ژوندانه لومړنیو توکیو پر کمښت او د ښار شاوخوا سیمو کې پر نښتو نیوکې لري.

“دوی اوربند اعلان کړی او مخالفین له دې اوربنده پر وسلو د سنبالولو په برخه کې کار اخلي  دوی د بیا ځلې برید لپاره د چمتوالي په حال کې دي. د حلب ښار له مرکزه دوی ایستل شوي خو له بهره پر ښار بریدونه کوي  پر یو شمیر سیمو بریدونه دوام لري او په حلب کې نسل وژنه نده درول شوې. مونږ له پوځه غواړو چې کار یو اړخیز کړي.”

“د داعش ډلې د حلب ښار اوبه بندې کړې. دوی د څښلو اوبه بندې کړې دي او مونږ یې له هر څه بې برخې کړي یو مونږ هیڅ نه لرو دا ټول د  داعش کار دی.”

په سوریه کې د بشر حقونو بنسټ چې مرکز یې په بریتانیا کې دی ویلي، د سوریې په حما ښار کې سخته نښته رامڼځ ته شوې ده له دې سره دوی ویلي چې ځینې سیمې د دولتي ځواکونو له لوري تر هوایي بریدونو لاندې راغلې خو دولت بیا دا تور رد کړی دی.

ترکیې او روسیې، چې اوربند ددوی په منځګړیتوب رامڼځ ته شوی په دې هکله څه ندي ویلي.

په دې  اوربند کې یو شمیر وسله والې ډلې چې د حکومت مخالفت کوي شاملې ندي او دا اوربند د هغه ناستې لپاره د لارې هوارولو په موخه رامنځ ته شوی کوم چې ټاکل شوې په راتلونکې میاشت کې په قزاقستان کې پیل شي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *