د اروپا پالل شويو دهشتګردو هم ګرېوان ته لاس واچوۀ

د داعش يو اروپائي قوماندان چې د داعش د بنديانو په لور د توغندي په توغولو سره مشهور شوے ؤ د خپل اعتماد وړ څلور سوه داعشيانو سره له سوريې نه اروپا ته لاړ.

د داعش يو البانيائي قوماندان “لاودريم موهاکس‌هري” چې ويل کيږي په دې وروستيو  مياشتو کښې داعش ته د درنو تاوانونو له رسېدو وروسته له سوريې څخه اروپا ته تښتېدلے دے.

د کوززو اوسېدونکے موهاکس هري د ٢٠١٢ کال په وروستيو وختونو کښې له داعش تکفيري ډلې سره ملګرے شو او په ګڼ شمير وېډيو ګانو کښې به يې په کوزوو کښې خپل وطنوالان له دهشتګردو سره ملګرتيا ته هڅول چې دا مسئله د داعشي دهشتګردو ترمېنځ د هغۀ د شهرت سبب شوه، هغه دا رنګ د يو يرغمال کس د سر پرې کولو او په توغندي سره د بنديانو د وژلو ويډيو ګانې خپرې کړې دي.

اوس ډيلي مېل ورځپاڼې د اېټاليا د امنيتي سرچينو په نقل سره وويل چې دغه داعشي قوماندان  چې يو وخت کښې د نېټو عکسر هم ؤ  او د جنګ طريقې يې  په نېټو کښې زده کړې دي له خپلو څلور سوه وفادارو داعشيانو سره اروپا ته ستون شوے دے.

هغه په ٢٠١٣ کال کښې خپل هېواد ته ستون شو او د هغه يو شمېر تصويرونه دا موضوع ثابتوي خو ځاي پوليس د هغۀ په نيولو کښې کامياب نه شول چې بالاخره په ٢٠١٤ کال کښې بيا سوريې ته لاړ او دوه کاله مخکې د امريکې د خارجه وزارت د نړيوالو دهتشګردو په لېست کښې راغے.

د اېټاليا ګڼ شمېر امنيتي رپوټونه دا ښودنه کوي چې دغه دهشتګرد اوس په البانيه کښې دے او د فوټبال په اسرائيلي ټيم باندې د حملې له نقشې جوړولو نه علاوه په دغه ټول هېواد کښې او اروپا کښې يې په حکومتي ادارو،  کليساګانو او عامه ودانيو باندې هم د دهشتګردانه  حملو پلاننګ کړے دے.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *