د رشوت د اخېستو او د دهوکه بازۍ په تور به د نېټنیاهو تفتيش وشي
د تفتيش دغه ټاکنه چې د وزيراعظم د دفتر لخوا به ټاکل کيږي د غېر قانوني ډاليو او درنو مالي رشتونو د اخېستو د تور د تفتيش لپاره ده.
همدارنګ دويم چېنل رپوټ ورکړ، نتانياهو له يو صهيونېسټ او يو بهرني کس نه د دوو درنو رشوتونو په اخېستو تورن دے.
دغه چېنل د دغو کسانو د نومونو له څرګندولو څخه په ډډې کولو سره وويل: د هغه تفتيش به په راتلونکو څو ورځو کښې وشي.
د اسرائيلو عمومي چېنل هم د ځينو سرچينو په نقل سره خبر ورکړ، د اسرائيلو د ناروا حکومت قانوي مشير افيحای مندلبلت به د دوو اصلي او فرعي موضوع ګانو په باره کښې د نتانيا هو تفتيش شروع کړي چې د دغو دواړو مسئلو په باره کښې يې هيځ معلومات خپارۀ نه کړل.
پوليسو هم روانې پېښې بې تفصيلاتو پرېښې دي او وې ويل: په مناسب وخت کښې به د پوليسو يا د عدليې د وزارت لخوا په رسمي توګه د واقعاتو په باره کښې تفصيلات بيان شي.
د ليکوډ ګوند وزير ياريف ليفين هم وويل: هغه تورونه چې د وزيراعظم په خلاف د مېډيا لخوا خپارۀ شوي دي د هغو کسانو چې په انتخاباتو کښې يې کاميابي نه ده حاصله کړې بېهوده کوشش دے.
مخالف صهيونېسټ نمائنده ايتان کابل وويل: د وزيراعظم رسوائۍ پرله پسې په ډاګه کيږي. هغۀ نتانيا هو د ډېموکرېسۍ د اصولو تر پښو لاندې کولو باندې تورن کړ.