د صهيونېسټ رژيم د تعليم وزير او د يهودي کور نومې ګوند مشر نفتالي حتی د جان کيري د وېنا تر ختمېدو صبر ونۀ کړ چې د دوو ملتونو ترمېنځ د صلحې له حل لارې سره خپل مخالفت اعلان کړي او وې ويل: مونږ اجازه نه ورکوو چې د اسرائيلو په دننه کښې يو دهشتګرد حکومت جوړ شي.
هغۀ د فلسطين هېواد او اسرائيلي رژيم ترمېنځ د صلحې د لارې په باره کښې د جان کېري خبرو ته په ځواب کښې وويل: زۀ خبره نه پټوم او که مسئله زما په لاس کښې وې نو اجازه به مې نه ورکوله چې د اسرائيلو په داخل کښې يو دهشتګرد حکومت جوړ شي. د اسرائيلي رژيم ښاريزو د فلسطيني حکومت د تبليغ لپاره د زرګونو توغنديو او د نه ختمېدونکو غندنو په اړه درون قيمت ادا کړے دے.
د کېنسټ د مخالفو ګوندونو د غړيو لخوا ګڼ شمېر څرګندونې خپرې شوې چې ترټولو مهم يې د کار د ګوند مشر اسحاق هرتزوګ ؤ چې د جان کيري وېنا يې د رژيم د سياستونو په وجه د اسرائيلو د مستقبل لپاره د خطر يوه ټالۍ وبلله.
امريکه او ځينې نور هېوادونه د دواړو ملتونو ترمېنځ د حل لارې کوشش کوي چې فلسطينيان هغه رده کړه، ځکه چې دا چاره د اسرائيلي هېواد په لازموالي باندې اعتراف دے او غل تل غل پاتے کيږي.