له صنعا څخه د يمن د سرکاري خبري اېجنسۍ د رپوټ له مخې مېرمن علياء فېصل عبدالطيف په يو اخباري کانفرنس کښې د بشري حقوقو له تنظيمونو، ادارو او موسسو وغوښتل چې د يمن د خلقو په خلاف له سعودي – امريکائي جنايتونو او د يمن د مختلفو صوبو د عامه خلقو په خلاف له غونچه ايزو او منعې کړې شوي بمونو څخه د دغه رژيم له استفادې سره له اړوندو حقائقو څخه د اطلاع لپاره دې دغو سيمو ته سفر وکړي او دغه واقعات دې له نزدې وګوري.
د بشري حقوقو وزيرې همدارنګ د امنيت له شورا او له ملګرو ملتو سره له وابسته نورو ادارو او نړيوالو موسسو وغوښتل چې له هر ډول تبعيضه لرې دې په يمن کښې د بشري حقوقو اصول عملي او خيال يې وساتل شي او هر څه زر دې په يمن باندې د هر اړخيزو فوځي تېريو د ختمولو او د محاصرې د اوچتولو لپاره اقدام وکړي.
مېرمن علياء فېصل عبدالطيف څرګنده کړه، د ملګرو ملتو اداره پکار دي د يمن او د دغه هېواد د خلقو په خلاف په مختلفو زمينو کښې د جنايتونو په اړه د تحقيقاتو او حقيقت موندنې لپاره يوه نړيواله کمېټي جوړه کړي.