داعش په پاکستان کي رامنځ ته شوی

داعش په پاکستان کي رامنځ ته شوی او له دوی څخه د يو شمير هيوادونو ملاتړ به دا ډله د افغانستاان او سيمي لپاره په لوی گواښ بدله کړي

د ملي امنيت سلاکار حنيف اتمر له دي څرگندونو سره د مسکو د تيري ورځې په درې اړخيزه ناسته کي په افغانستان کي د ورځې په تيريدو سره د داعش د فعاليت ديرښت په هکله انديښنه څرگنده شوې ده

د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، داعش د پاکستان له لارې افغانستان ته دننه کیږي. دوی زیاته کړې، د ننګرهار په  جګړه کې اتیا سلنه داعشیان پاکستانیان دي او کله چې پر دوی د امنیتي سرتیرو له لوري فشار ډير شوی له پولې پورې غاړه اوښتي دي.

ښاغلي اتمر د سیمې او نړۍ له ټولو هیوادونو غوښتي، ترڅو د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د افغان حکومت له دریځه ملاتړ وکړي او که چیرې دا ملاتړ هم شتون ونلري د افغان حکومت دریځ به پر خپل ځای پاتې وي.

ښاغلي اتمر زیاته کړې، افغانستان د داعش ځای ندی او باید له دوی سره د مبارزې په برخه کې افغانستان یواځې پرینښودل شي.

دا په داسې حال کې ده چې په مسکو کې د روسیې، چین او پاکستان له لوري په تر سره شوې درې اړخیزه ناسته کې، په افغانستان کې د ورځې په تیریدو سره د داعش د فعالیت ډيرښت په هکله اندیښنه څرګنده شوې ده. خو د ملي دفاع وزارت ویاند ویلي ددې دریو هیوادونو اندیښنه پر ځای نده او د داعش ډله په هلمند، کندهار زابل او ننګرهار ولایتونو کې ځپل شوې ده.

له دې سره د مسکو په ناسته کې پریکړه شوې چې د طالبانو یو شمیر مشرانو نومونه د ملګرو ملتونو له تور نوم لړ څخه لرې کوي. افغانستان دې غونډې ته پر نه ور بللو نیوکه کړې او د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په دې ډول بله غونډه کې به افغان لوری هم شتون ولري.

Author

خروج از نسخه موبایل